ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امريکا : د داعش د ځپلو په موخه په افغانستان کې زيات سرتيري ساتو

امريکا : د داعش د ځپلو په موخه په افغانستان کې زيات سرتيري ساتو

author avatar
5 Aug 2016 - 10:40
امريکا : د داعش د ځپلو په موخه په افغانستان کې زيات سرتيري ساتو
author avatar
5 Aug 2016 - 10:40

واشنګټن (پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې د د اعش ډلې د ځپلو په موخه غواړي په افغانستان کې په زيات شمېر کې سرتيري وساتي.

اوباما دغه څرګندونې په دفاع وزارت پنټاګان کې د امريکا د ملي امنيت چارواکو سره تر يوې ځانګړې غونډې وروسته خبريالانو ته کړې دي.

په دغه غونډه کې د داعش پر ضد د امريکا دروانې بارزې په اړه روانې هلې ځلې وارزول شوې.

اوباما زياته کړې: (( په افغانستان دداعش د شتون او فعاليتونو له امله مې په دغه هېواد کې د ډېرو امريکايي ځواکونو دپاتې کېدو موده وغځوله.))

د امريکا ولسمشر وايي، په افغانستان کې يې داعش ته هغه مهال لويه ضربه ورسوله، چې تېره مياشت يې د دغې ډلې مهم مشر عمر خليفه ووژلو.

عمر خليفه تېره مياشت په ننګرهار ولايت کې د هوايي بريد په ترڅ کې وژل شوى و. .

د اوباما په وينا، کله هم چې له ترهګريزو بريدونو خبريږي، نو يو ډول ناهيلى کېږي، ځکه دى نه غواړي چې عام خلک دې زيانمن شي.

هغه زياتوي، ترهګريز بريدونه که په اروپا، امريکا، يا عراق، افغانستان او لبنان کې رامنځته کېږي، دى پرې خواشينى کېږي او دده پام ورته ګرځي.

نوموړي ويلي، امريکا له بېلا بېلو لارو چارو هڅه کوي، په هره سيمه کې چې دداعش ګواښ موجود وي، هغه له منځه يوسي.

دامريکا ولسمشر زياته کړې : (( په دې کې هېڅ شک نشته، چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې مو د القاعدې ډله له منځه يوړه، که داسې مو نه واى کړى، نو ديوولسم ستمبر په څېر پر امريکا به نور بريدونه هم شوي واى.

د هغه په وينا، دغه ډله اوس کمزورې شوې، خو د لويو بريدونو وسه نه لري.

ده زياته کړې، چې اوس داعش ډله لوى امنيتي ننګونې رامنځته کړې دي امريکا به ددغې ډلې پسې په هر ځاى کې عمليات ترسره کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.