ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیاولایت دوو چاودنو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي

د پکتیاولایت دوو چاودنو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
5 Aug 2016 - 20:55
د پکتیاولایت دوو چاودنو کې ۹ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
5 Aug 2016 - 20:55

ګردیز (پژواک، ۱۵ زمری ۹۵): د پکتيا ولايت څکمنيو ولسوالۍ کې ددوو چاودنو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي دي.

امنيه قوماندان  مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، چې دغه کسان له څمکنيو ولسوالۍ څخه ګردېز ته روان و، چې پر ماين وربرابرل شول .

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، چې  په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او څلور ټپيان شوي دي .

قادرګل ځدراڼ وايي، دغه ماين د وسلوالو طالبانو له خوا په هغه سيمه کې ځای پر ځای شوی و، چې دوه ورځې یې په همدې سيمه کې لاره بنده کړې وه .

خو ديادې کورنۍ يو خپلوان سيد پاچا طوطاخېل پژواک اژانس ته وویل، په دې ماين چاودنه کې د کورنۍ مشر ډاکتر احسان، دهغه ورور، زوی، مور میرمن او دتره زوی  وژل شوي دي .

نوموړی وايي چې دغه ډاکتر دسيد کرم ولسوالۍ اوسيدونکی و ،چې څوکاله ېې په څمنکيو ولسوالۍ کې شخصي روغتون لاره .

بلخوا د پکتیا د والي ویاند نقیب اتل وایي، چې په یاده ولسوالۍ کې دیوې بلې چاودنې له امله څلور ملکي وګړي وژل شوي او یو ژوبل دی.

ددې چاودنو پړه چا په غاړه نده اخيستې .

ياده دې وي ،چې له څو ورځو راهيسې وسلوالو طالبانو دګردېز او پټان په لويه لاره له امنيتي سرتېرو سره جګړې پيل کړې دي .

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.