ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز امام صاحب او قلعه ذال ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي

د کندوز امام صاحب او قلعه ذال ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي

author avatar
5 Aug 2016 - 14:06
د کندوز امام صاحب او قلعه ذال ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي
author avatar
5 Aug 2016 - 14:06

کندوز ښار ( پژواک، ١٥ زمرى ٩٥): د کندوز د امام صاحب او قلعه ذال ولسوالۍ چارواکي او اوسېدونکي وايي، چې سختې جګړې روانې دي او سيمې يې تر سترو ګواښونو لاندې دي.

د امام صاحب ولسوال  امان الدين قريشي د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه سلګونو وسله والو طالبانو د ولسوالۍ مرکز پورې اړوندو پوستو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه، چې ددې بريدونو په پايله کې نن سهار د ولسوالۍ مرکز اړونده لويديځه سيمه نواباد سقوط کړى او په سيمه کې سخته جګړه روانه ده.

ولسوال وايي، که بيړنۍ مرستې ونه رسيـږي، نو کېداى شي ولسوالي سقوط وکړي.

د قريشي په وينا، تر اوسه  په دې جګړوکې درې دولتي سرتېري وژل شوي  او دوه ټپيان دي، دغه راز ١٥ وسله والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا ددې ولايت دقلعه ذال ولسوالۍ قومي مشر حاجي رووف وايي، چې د ولسوالۍ د مرکز اړونده سيمو کې سخته جګړه روانه ده او تېره شپه سختې بمبارۍ شوې دي.

د هغه په وينا، په دې بمباريو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ده ته يې کره معلومات نه وو.

خو   د کندوز ولايت امنيه قوماندان جنرال قسيم جنګل باغ وايي، چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يواځې يوې پوستې سقوط کړى او د نواباد د سقوط خبره يې رد کړه.

هغه پژواک ته وويل، چې يادې ولسوالۍ ته کومانډو ځواکونه لېږل شوي او حالت به ډېر ژر نور مال شي.

جنګل باغ د قلعه ذال په اړه وويل، چې هلته هم د وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه شوي، خو دا چې هغوى د ولسوالۍ شاوخوا ماينونه ځاى پر ځاى کړي، نو دوى په احتياط سره پر مخ ځي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې دوى په امام صاحب ولسوالۍ کې نهه پوستې نيولې او ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.