ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان کډوالو په پېښور کې د پاکستان په لارښوونه لاريون کړى و

افغان کډوالو په پېښور کې د پاکستان په لارښوونه لاريون کړى و

author avatar
6 Aug 2016 - 16:41
افغان کډوالو په پېښور کې د پاکستان په لارښوونه لاريون کړى و
author avatar
6 Aug 2016 - 16:41

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): دولتي سرچينې وايي چې په خيبر پښتونخوا کې مېشتو ځېنو افغان کډوالو د پاکستان په لارښوونه او فشار لاريون کړى و.

د خيبر پښتونخوا ايالت له بېلابېلو کمپونو راغلو لسګونو کډوالو د تېرې پنجشنبې په ورځ د پېښور ښار پرېس کلب مخې ته لاريون وکړ او بيا يې استازو په يوه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

لاريون کوونکو کډوالو د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه دې تر دوو کلونو پورې وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان اعلان کړ‌ی چې د ٢٠١٦ کال په پاى کې به د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه نور نه غځوي او دوى بايد خپل هېواد ته ستانه شي.

يوې دولتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد لاريون د پاکستان د حکومت په فشار او لارښوونه شوى و.

سرچينې زياته کړې، پاکستان تل له افغان کډوالو د فشار په توګه ګټه اخلي او د دې فشارونو په پايله کې یې له نړيوالو ډېرې پيسې ترلاسه کړې دي.

دولتي سرچينه وايي، دا ځل دوى په خپل دغه فشار کې ناکام شول او افغان کډوالو وپتيېله چې نور خپل هېواد ته ستنېږي او د عزت ژوند پيلوي.

د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول او د افغان کډوالو يو تن استازى ډاکټر غيرت بهير پرون پژواک ته ويلي وو، چې دوى له ټولو کمپونو څخه ٣٠ کسيز کېمسيون جوړ کړى او ددې کمېسيون اوو غړو په پېښور کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه کانفرانس ورکړى و او بيا لسګونو کډوالو لاريون کړى و.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د افغان کډوالو د ځورولو، نيولو ، بندي کولو او له هېواده د ايستلو لړۍ دوه کاله مخکې د پېښور پر يوه پوځي ښوونځي د وسله والو تر ډله ييز بريد وروسته پيل شوې وه.

په دغه بريد کې شاوخوا ٣٥٠ زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او مسووليت يې هم پاکستاني طالبانو پر غاړه اخيستی و.

خو شاوخوا دوه مياشتې مخکې، کله چې په تورخم کې د دروازې پر سر د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې وشوې، نو د کډوالو پر ضد د پاکستان اقدامات زيات شول.

د محمد عمر په نوم يو افغان چې تازه له پېښوره خپل هېواد ته ستون شوى، پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې افغانان په کليو، ښارونو او کمپونو کې بنديان شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.