ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار څلورو داعش ځپلو ولسواليو کې د بيارغونې پروژې پيلېږي

د ننګرهار څلورو داعش ځپلو ولسواليو کې د بيارغونې پروژې پيلېږي

author avatar
6 Aug 2016 - 18:54
د ننګرهار څلورو داعش ځپلو ولسواليو کې د بيارغونې پروژې پيلېږي
author avatar
6 Aug 2016 - 18:54

جلال اباد (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥) : چارواکي وايي چې ډېر ژر به په ننګرهار ولايت کې له داعش څخه پاکو شويو ولسواليو کې د سلګونه ميليونه افغانيو په لګښت د بيارغونې پروژې پيل شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ١٦مه، پژواک خببري اژانس ته وويل چې دغه څرګندونې د سکتوري وزارتونو استازو نن د ولايت  مقام هغه غونډه کې وکړې  چې په کې والي سليم خان کندوزي او نورو ځايي چارواکو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه چې د قبايلو او سرحدونو چارو وزير محمد ګلاب منګل په مشرۍ نن  له کابل څخه يو پلاوى راغلى و چې په کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې سرپرست، د  پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مرستيال، د عامې روغتيا، فوايد عامې، پوهنې، کليو پراختيا، کرنې او مالدارۍ او کډوالو چارو وزارتونو مرستيالان شامل  وو.

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي په دې غونډه کې له  اړوندو وزارتونو مننه وکړه چې په غوښتنه يې د دغه ولايت د څلورو ولسواليو هسکه مېنه، کوټ، نازيان او اچين ولسواليو پرمختيايي چارو لپاره بوديجه منظوره او له جګړه ځپلو ولسونو سره د تخريب شويو تاسيساتو جوړولو ته يې چمتوالی وښود .

نوموړي له سکتوري وزارتونو څخه وغوښتل چې په يادو ولسواليو کې ژر تر ژره ټولګټې پروژې پيل او همدا راز له عملياتو وروسته بېرته ستنېدونکو کډوالو سره په خپلو سيمو کې مرستې تر سره کړي.

کندوزي هيله څرګنده کړه چې د ننګرهار په کوټ، اچين، هسکې مېنې او نازيانو ولسواليو کې به ډېر ژر د ثبات رامنځته کولو په موخه پرمختيايی پروژې پيل، مدرسې، جوماتونه، کورونه، کلينيکونه، ښوونځي، سړکونه او سربندونه چې د مخالفينو لخوا ويجاړ شوي د ولايتي او مرکزي ادارې پر مټ به په اساسي ډول ورغول شي.

والي همدا راز له پاکستان څخه را ستانه شويو کورنيو لپاره په اړونده ولايتونو کې د ښارګوټو د جوړېدو غوښتنه هم وکړه .

د قبايلو او سرحدونو چارو وزير ګلاب منګل وويل، حکومت پلان لري  چې د  ننګرهار په څلورو ولسواليو کې پرمختيايي پروژې پلې کړي .

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو څلورو ولسواليو کې به د څلوېښت ميليونو افغانيو تر څنګ د يو ميليون ډالرو په لګښت يو شمېر پروژې پلې کړي او د کليوالي سړکونو د بيا جوړولو ډاډ يې هم ورکړ.

د کډوالو چارو وزارت وايي، يوه منظمه ستراتيژي يې جوړه کړې چې د کابينې له منظورۍ وروسته به له کډوالۍ څخه را ستنېدونکو کورنيو سروې ترسره او ورته به د سرپناه اسانتياوې برابره شي .

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.