ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو تابوت پلورونکى: د مړو له ډېرېدو سره مو عواید لوړ شوي، خو تل خواشینی یم

يو تابوت پلورونکى: د مړو له ډېرېدو سره مو عواید لوړ شوي، خو تل خواشینی یم

author avatar
6 Aug 2016 - 13:44
يو تابوت پلورونکى: د مړو له ډېرېدو سره مو عواید لوړ شوي، خو تل خواشینی یم
author avatar
6 Aug 2016 - 13:44

کابل (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): د کابل ښار يو تابوت پلورونکى وايي چې په کابل کې د ځانمرګو بريدونو او چاودنو له امله د قربانيانو په زياتېدو سره يې د عايد کچه لوړه شوې، خو هر وخت خپه وي.

شپېته کلن عبدالشکور چې د تابوت جوړول ورته له پلار نه په ميراث پاتې شوي کسب دى، له ماشومتوب نه يې دغه کار د يوه کسب په توګه پيل کړى، خو اوسمهال سپينه ږيره او مړاوې څېره لري، د کابل زاړه ښار د جلبي جوړولو په کوڅه کې هټۍ لري.

هغه زياته کړه: ((ډېر کوچنى وم، سم مې نه دي په ياد چې څو کلن به وم، خو کله چې به مې پلار تابوتونه جوړول، ما يې ننداره کوله، له پلاره مې پوښتل چې دا صندوق د څه لپاره دي او ولې انسانان په کې اچوي؟))

عبدالشکور چې په کابل کې زېږېدلى، څلور لوڼې لري او له اوږدو کلونو راهيسې له تابوت جوړونې څخه د ترلاسه کړو پيسو پر مټ يې د خپل ژوند او کورنۍ اړتياوې پوره کړې دي.

دغه تابوت جوړونکي ته ٤٠ کاله وړاندې زمانه په ياد ده چې خلکو په سوله او ارامۍ  کې ژوند کاوه، افغانستان لا کورنيو ورانوونکو او مرګونو جګړو ته نه و ور ټېل وهل شوى.

عبدالشکور وويل: ((هغه وخت مو به ټوله ورځ انتظار کاوه چې يو تابوت وپلورو، حتى داسې ورځې هم وې چې هېڅ پلور مو نه درلود، خو اوس هره ورځ څلور يا پنځه تابوتونه پلورم.”

دغه سپين ږيري د مړو په  ډېرېدو سره د تابوت پلورنې له اړخه د خپلو عوايدو لوړېدو ته په اشارې سره سوړ اسوېلی و ايست: ((په کومه ورځ چې ځانمرګى بريد او چاودنه شوې وي، زموږ عايد ورسره ډېرېږي، خو د عايد دا ډېروالى د خلکو د وژنې د شمېرو په لوړېدو سره تړلى چې ما ځوروي.))

عبدالشکور زياته کړه: ((تل له داسې کسانو سره مخ يم چې پرېښانه وي، څوک ژاړي او څوک په پرېښنانه څېرې سره راځي، د خپل مړي ورته وايي او زه هم ورته تابوب جوړوم او پلورم يې، خو له خپل دغه کار سره مې له سره د دنيا فکر وتلى، تل زړه خوړينى يم، د مرګ او اخرت په اړه فکر کوم.))

هغه وويل چې دوه ډوله تابوتونه جوړوي چې دواړه يې په معمولي ډول دوه متره اوږدوالى او ٧٠ سانتي متره پلنوالى لري، خو دواړه يې د کارول شوي لرګي ډول تناسب ته په پام سره په ١٢٠٠ او ١٥٠٠ افغانۍ پلوري.

د عبدالشکور د معلوماتو له مخې، پخوا به يواځې په زاړه ښار کې تابوتونه جوړېدل، خو اوس چې مرګونه ډېر شوي، نو د ښار په ځينو نورو برخو کې هم تابوت پلورنځي جوړ شوي دي.

د کابل ښار د زمان خان کلا د  نواباد سيمې اوسېدونکى ننګيالى چې ورور يې د کابل- ميدان ښار لويې لارې په اوږدو کې د ماين چاودنې له امله وژل شوى، غوښتل يې چې د هغه د خښولو لپاره يو تابوت ترلاسه کړي. هغه پژواک ته وويل چې په دې پېښه کې يې د ورور يوه پښه يېخي پرې شوه، د چرو له امله يې د ورور د وجود له ځينو نورو برخو وينه روانه ده.

هغه زياته کړه چې د روغتون ډاکټرانو ورته سپارښته کړې، څو خپل ورور په تابوت کې ولېږدوي او خښ يې کړي.

د کابل ښار دغه اوسېدونکى چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې، وويل چې له ورور يې دوه ماشومان پاتې دي، د ده او ورور اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى.

دينې عالم مولوي شمس الرحمن فروتن پژواک ته وويل چې مرګ حق دى، هر وخت چې د انسان اجل پوره شي، نو له فاني نړۍ به سترګې پټوي.

خو نوموړي د مړي د لېږد او يا د تابوت سره د خښولو په اړه وويل: ((په تابوت کې د مړي اېښودل کوم شرعي حکم نه لري، خو که چېرته مړى له يوې سيمې يا ښار نه کوم بل ښار ته لېږدل کېږي او يا که چېرته يې ژور ټپ ليدلى وي، وينې ورنه ځي، نو بايد په تاتوب کې واچول شي.))

مولوي فروتن زياته کړه: ((په هغه صورت کې چې د مړي لاس او پېښې پرې شوي وي، يا يې د بدن کوم بل غړى له منځه تللى وي، نو د دې لپاره چې سپکاوى يې ونه شي، له تابوت سره خښېږي، خو هر کله چې د ناروغۍ او يا عادي مرګ سره مړ شي، نو غوره ده چې بې تابوته خښ کړل شي.))

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.