ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لغمان کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په لغمان کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
6 Aug 2016 - 12:09
په لغمان کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
6 Aug 2016 - 12:09

مهترلام (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د نا امنیو په ځینو پېښو کې ١٥ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته د ولايت د مرکز اړوند د  الينګار د سيند ختيځې څنډې ته د حکيم اباد، ميدانيو او بي بي هاجرې په سيمو کې وسله والې نښتې شوې دي.

هغه زياته کړې چې په دې نښتو کې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او د يو مشهور قوماندان غازي په ګډون پنځه وسله وال سخت ټپيان شوي دي.

د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې درې سيمه ييز پوليس هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

ځواک دغه راز وويل چې د الينګار د سيند ختيځې څنډې ته د مرکز اړوند د نبور په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د سړک پر غاړه د يو ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله دوه ملکي وګړي ژوبل شوي چې د يوه روغتيايي حالت ښه نه دى.

طالبانو ادعا کړې چې په مهترلام کې يې درې دولتي پوستې نيولې او ګڼ شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.