ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د کلدارو ضد کمپاین ترسره شو

پکتیا کې د کلدارو ضد کمپاین ترسره شو

author avatar
6 Aug 2016 - 14:32
پکتیا کې د کلدارو ضد کمپاین ترسره شو
author avatar
6 Aug 2016 - 14:32

ګردېز (پژواک، ١٦ زمرى ٩٥): په پکتيا ولايت کې سلګونو ځوانانو د پاکستانۍ کلدارو د چلښت پر ضد د عامه پوهاوي کمپاين ترسره کړ.

په دغه کمپاين  کې چې سلګونو ځوانانو برخه اخيستې وه، په خپلو شعارونو کې یې ليکلي وو چې  په کلدارو دې سوداګريزه راکړه ورکړه بنده شي، افغانۍ زموږ ملي هويت دی، پېر او پلور په افغانيو وکړئ، د پولي اشغال مخنيوی وکړئ او نور بېلابېل پيغامونه له ځانونو سره لېږدول.

دوی د پکتيا د مرکزي ښار په واټونو کې وګرځېدل او له هټۍ والو يې وغوښتل چې خپل توکي پر افغانيو پېر او پلوري.

د پکتيا د تېرې ځوانانو بنسټ مشر سلطان احمدزي وويل چې دا مهال په سوېل ختيځو ولايتونو کې سوداګريزه راکړه ورکړه پر کلدارو ترسره کېږي.

نوموړي وويل، له دغه حرکت څخه يې موخه دا ده چې دولتي چارواکي او عام خلک همدې ملي موضوع ته جدي پام وکړي.

هغه زياته کړه: ((د افغانستان په داخل کې دې سوداګريزه راکړه ورکړه په ملي اسعارو افغانيو ترسره شي، تاسو شاهد ياست چې په ټول هېواد کې راکړه ورکړه پر پاکستانۍ کالدارو ترسره کېږي، بايد دولت يې په مطلق ډول بندې کړي.))

دغه راز بل کمپاينر شفيق الله سحر پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د نورو اسعارو په پرتله بايد افغانۍ په پېر او پلور کې لومړيتوب ولري.

سحر وايي، دولت ته په کار دی چې په دغه زون کې د کلدارو د مخنيوي لپاره چټک ګامونه پورته کړي.

ده وويل: ((زموږ ملي اسعار بايد د نورو اسعارو په نسبت لومړيتوب ولري، تجارتي راکړه ورکړه دي په افغاني اسعارو تر سره شي، د دې خوځښت هدف دادی چې د ولايت په کچه او د افغانستان په کچه ټول دولتي ارګانونه په نورو دولتي او غير دولتي ادارو غږ وکړي، چې کلدارې دي په مطلق ډول بندې شي.))

د پکتيا امنيتي چارواکي دغه حرکت ستايي او وايي، چې د کلدارو د مخنيوي لپاره يې پروګرام طرحه کړی دی.

د پکتيا د امنيه قوماندان پاسوال قادرګل ځدراڼ پژواک ته وويل چې دوی په جدي ډول سره د کلدارو د مخنيوي لپاره کار وکړي.

ځډران وايي: ((قوي او کلکه اراده لرم چې د کلدارو د مخنيوي لپاره اول رشوت بند کړم، دوهم له ځوانانو سره زه همغږی يم چې د دې مخنيوی وشي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.