ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حزب اسلامي: د افغانستان دولت د سولې تړون د لاسليک ژمنه کړې

حزب اسلامي: د افغانستان دولت د سولې تړون د لاسليک ژمنه کړې

author avatar
7 Aug 2016 - 16:10
حزب اسلامي: د افغانستان دولت د سولې تړون د لاسليک ژمنه کړې
author avatar
7 Aug 2016 - 16:10

کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وايي، د افغانستان دولت دا ځل ژمنه کړې چې د سولې تړون به لاسليک کړي.

د حزب اسلامي او دولت تر منځ د سولې اوږدې خبرې، څو مياشتې مخکې په کابل کې پيل شوې وې او دواړه لوري پر يوې طرحې سره موافقې ته هم رسېدلي وو.

د سولې د عالي شورا له خوا دغه طرحه د حزب اسلامي پلاوي ته سپارل شوې وه، څو خپل مشر انجنير حکمتيار ته يې ورسوي او ياده ډله پرې مشوره وکړي.

خو پر ځينو مواردو د دواړو لورو د اختلافاتو له امله دا پروسه ځنډېدلې وه.

د حزب اسلامي له خوا د زمري په ١٧مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دولت سره يې د سولې خبرې بشپړې شوې، هوکړه ليک هم نهايي شوى و، لاسليک ته چمتو وه، خو دولت ځينې ستونزې درلودې چې له امله يې پر تړون لاسليک وځنډېد.

سرچينې زياته کړې، اوس د دولت له لوري دا تياری ښودل شوی، چې سند لاسليک کړي، د حزب اسلامي پلاوي ته يې بلنه ورکړې او په همدې موخه يو پلاوى کابل ته لېږل شوى ، ترڅو د لاسليک نېټه او د اعلان څرنګوالى وټاکي.

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د پلاوي يواځينۍ دنده همدا ده، هيله ده چې له اعلان سره سم د تړون د پلي کېدلو لړۍ پيل شي.))

حزب اسلامي ويلي، د جګړې د عاجل او دايمي پای ته رسېدو او د واقعي او عادلانه سولې د ټينګښت په هيله يې دا مذاکرات پيل کړي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((هېوادوال بايد متوجه وي چې حزب اسلامي هېڅ مشخص امتياز نه دی غوښتی او نه يې کوم پيش شرط ايښی، په دې اړه چې چا هم څه ويلي، د منفي تبليغاتو لپاره يې ويلي. د سولې د  خبرو لپاره حزب لوی انعطاف ښودلی.))

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامي د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير دوه ورځې مخکې پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې ويلي و، چې د حزب د سولې پلاوي مشري به دا ځل هم انجنير کريم امين کوي.

هغه زياته کړې وه، په دغه پلاوي کې مدير محمد رسول، حاجي عبدالمالک او حاجي عتيق الله صافی شامل دي.

ډاکټر بهير وويل، د دواړو لورو پر ډېرو کمو مواردو اختلافات و او هيله يې څرګنده کړه چې په دې پړاو کې به دا ستونزې هم هوارې شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.