ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د طالبانو په بريدونو کې ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شوي”

“د طالبانو په بريدونو کې ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شوي”

author avatar
7 Aug 2016 - 16:33
“د طالبانو په بريدونو کې ۱۳ ملکي وګړي ټپيان شوي”
author avatar
7 Aug 2016 - 16:33

اسعداباد (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي، په کونړ کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د دغه ولايت  د  امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيد مقصود پاچا د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن غرمه وسله والو طالبانو د ماڼوګي ولسوالۍ د کنډه ګل پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، د طالبانو له خوا توغول شوې د هاوان مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېدلې چې له امله يې ١٣ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

په اسعداباد کې د ملکي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک اژانس ته وويل، د ښځو او ماشومانو په ګډون ٩ ټپيان ورته ور وړل شوي دي.

نوموړي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل چې اوسمهال تر درملنې لاندي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.