ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار چارواکي: د هغو کسانو پر کاروبار بندیز لګوو چې بهرني اسعار کاروي

author avatar
7 Aug 2016 - 16:50
author avatar
7 Aug 2016 - 16:50

کندهار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د  کندهار والي پر بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې د مخنيوي په موخه يوه کمېټه وټاکله او هغوى ته يې دنده وسپارله چې که څوک له افغانۍ پرته د نورو اسعارو پر راکړه ورکړه ونيول شي، پر کاروبار دې يې بنديز ولګول شي.

دغه پرېکړه په هغې غونډه کې وشوه چې نن (د زمري ١٧مه) د کندهار ولايت په مقام کې د والي ډاکټر همايون عزيزي په مشرۍ جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، د سوداګرۍ خونې رييس حاجي نصرالله زهير، د اقتصاد رييس محمد رحيم رحيمي، د افغانستان بانګ رييس محمد نعيم اکبري او د صرافانو د ټولنې مشر حاجي قندي اغا او يو شمېر نورو صرافانو ګډون کړى وو.

د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وويل، افغانۍ د افغانانو د ملي هويت څرګندويه ده او بايد په ټولو ورځنيو چارو او راکړه ورکړه کې يوازې افغانۍ وکارول شي.

هغه زياته کړه، د افغانۍ په بشپړ رايج کېدو به ملي هويت ساتل شوى وي، د هېواد اقتصادي وضعيت به وده وکړي او د قاچاق کوونکو ناروا کاروبار به له خنډ سره مخ شي.

د سوېلي زون په ولايتونو کې تر ډېره حده نه يوازې عامه راکړه ورکړه په بهرنيو اسعارو په ځانګړې توګه په کلدارو کېده، بلکې د مخدره توکو کار و بار هم په پاکستانيو کلدارو کېږي.

د عزيزي په خبره، که په ورځني کاروبار او راکړه ورکړه کې يوازې افغانۍ وکارول شي نو په دې توګه قاچاق کوونکو ته درانه زيانونه اوښتلاى شي.

خو والي د افغانستان بانک له مسوولينو وغوښتل چې هره ورځ دې د صرافانو لپاره د بهرنيو اسعارو پر وړاندې افغانيو ته عادلانه بيه وټاکي، چې په دې توګه دوى هم له زيان څخه خوندي و اوسي او هم خلکو ته ګټه ورسېږي.

نوموړي په دې غونډه کې له اړوندو ادارو يوه کمېټه په کار وګومارله چې په بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې مخنيوى وکړي او که څوک سرغړونه کوي نو د امنيې قومندانۍ د جنايي امريت له خوا يې بايد کار و بار وتړل شي.

د کندهار امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق بيا په د افغانيو په کارولو کې د خلکو رول مهم ياد کړ او هغوى ته يې خبردارى ورکړ چې نور دې د بهرنيو اسعارو له کارولو لاس واخلي.

نوموړي هم وويل چې يو شمېر غير مسلکي صرافانو د افغانيو ارزښت ته زيان رسولى چې د افغانستان بانک کولاى شي هره ورځ افغانيو ته د بيې په ټاکلو د دغې ستونزې مخنيوى وکړي.

د کندهار د صرافانو د ټولنې مشر حاجي قندي اغا وويل، دا ډېر ښه فرصت دى چې حکومت لاس په کار شي او په ټولو ولايتونو کې په بهرنيو اسعارو د راکړې ورکړې مخنيوى وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.