پل علم (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې پوليسو په لوګر ولايت کې دوه ځانمرګي بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې وژلي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن له غرمې وروسته شاوخوا درې نيمې بجې د ولايت د مرکز پل علم ښار اړوند د ښاروالۍ په څلورلارې کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې کشفي ارګانونو دغه دوه پلي ځانمرګي چې له چاودېدونکو توکو ډک واسکټونه يې پر تن وو، پېژندلي وو.
د نوموړي په وينا، بريدګرو پلان درلود چې د پل علم ښار پر کومې دولتي ودانۍ يا امنيتي ځواکونو بريد ترسره کړي.
د والي وياند وويل چې پوليسو تر پېژندلو وروسته پر هغوى ډزې وکړې او تر چاودنې مخکې يې وژلي دي.
صالح وايي چې د پوليسو په ډزو کې درې ملکي وګړي هم ټپيان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د عزيز په نوم د سيمې يو دوکاندار پژواک ته وويل چې دوى په خپلو دوکانونو کې ناست و چې ناڅاپه ډزې شوې.
د هغه په وينا، وروسته معلومه شوه چې د پوليسو په ډزو دوه ځانمرګيان وژل شوي، خو د هغوى واسکټونه نه وو چاودېدلي.
وسله مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن