ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نيمروز کې د اوړو د توليد فابريکې فعاليت پيل کړ

نيمروز کې د اوړو د توليد فابريکې فعاليت پيل کړ

author avatar
7 Aug 2016 - 19:29
نيمروز کې د اوړو د توليد فابريکې فعاليت پيل کړ
author avatar
7 Aug 2016 - 19:29

زرنج ښار (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): د زرنج ښار کې د اوړو فابريکې په ورځ کې د ٣٦ ټنو توليد وړتيا په درلودو سره فعاليت پيل کړ چې کولى شي د دې ولايت اوسېدونکو ٣٠ سلنه اړتيا پوره کړي.

د دې فابرېکې خاوند تورجان ګرګيج پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې فابرېکې لومړى فاز ټولټال د ٦٠ ميليونو افغانيو په ارزښت فعاليت پيل کړ چې ورځ کې ٣٦ ټنه اوړه توليدوي.

نوموړي زياته کړه، د پېرودونکو د غوښتنې زياتېدو په صورت کې به دويم فاز هم فعال کړي  او د توليد ظرفيت به ورځ کې ١٠٠ ټنو ته لوړ کړي.

ګرګيج، د دې مطلب په څرګندولو چې دمګړۍ دې فابريکه کې ٢٥ کسان د کارګرو په توګه کارکوي، زياته کړه چې فابريکه د نيمروز کروندګرو محصولات پېري او اوړه کوي يې.

د نيمروز د کرنې او مالدارۍ ادارې مشر محمد اکبر شريفي د دې فابريکې پرانيسته د نيمروز بزګرو او خلکو ته ښه زېرى و باله او ويې ويل، له يوه اړخه د کروندګرو محصولات د هغوى کور ته نږدې پلورل کېږي  او بل پلو خلک باکيفيته او  ښه اوړه ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، اوسمهال د نيمروز اوسېدونکي له وارداتي اوړو څخه استفاده کوي چې د دې فابريکې په فعالېدو به د زرنج ښار اوسېدونکو ٣٠ سلنه اړتيا پوره شي.

د نيمروز د عامې روغتيا يوه مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د دې مطلب په ډاګه کولو سره چې وارداتي اوړه سبوس نه لري او له سبوس پرته اوړو څخه ګټه اخيستل سرطاني ناروغۍ رامنځ ته کوي او د معدي د تکليف سبب ګرځي.

زلمى چې د دې فابريکې يو کارکوونکى دى، په دې فابريکه کې له خپلې دندې خوښ دى او وايي: "په دې فابريکه کې لومړى غنم وينځل او پاکېږي، بيا غلبيلېږي او وروسته بيا اوړه کېږي."

محى الدين چې د زرنج ښار اوسېدونکى دى او د دې فابرېکې له اوړو څخه يې ګټه اخيستې، پژواک ته وويل: "د دې فابريکې توليدي اوړه له وارداتي اوړو څخه ډېر ښه او خوندور دي."

نوموړي د دې ولايت له اوسېدونکو څخه غوښتنه وکړه، چې د هېواد له توليداتو څخه استفاده وکړي، ترڅو مو اقتصاد وده وکړي او د کروندګرو حاصلات په سمه بېه خرڅ شي.

د نيمروز والي محمد سميع د دې فابريکې د پرانيستې مراسمو کې وويل چې د ملي يووالي حکومت په هره برخه کې د خصوصي سکتور له  پانګونې څخه ملاتړ کوي  او ډېر د خوښۍ ځاى دى چې د هرې ورځې په تېرېدو، د اقتصاد په برخه کې ستر او واړه ګامونه پورته کېږي.

هغه له سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې له بهرنيو وارداتو څخه مخنيوى وکړي او هېواد کې د ننه دې پانګونه وکړي چې له يوه لوري به د هېواد اقتصاد وده وکړي او له بل پلوه به خلکو ته کارونه پيدا شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.