لښکرګاه (پژواک، ١٧ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د هلمند پر ناوې ولسوالۍ هم بريدونه کړي، خو اوس کلابند شوي دي.
د ناوې امنيه قوماندان سمونوال احمدشاه سالم د زمري په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونو وسله والو طالبانو د ناوې پر ځینو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.
هغه زياته کړه چې دولتي ځواکونو د حسراباد په سيمه کې وسله وال طالبان کلابند کړي چې يا به ژوندي ونيول شي او يا به وژل کېږي.
د سالم په وينا، تر دې مهاله د مرګ ژوبلې په اړه څه نه شي ويلی خو زياته يې کړه چې بريدګر په ناوې ولسوالۍ کې پرمختګ نه شي کولی؛ ځکه چې ټول اوسېدونکي د دولت ملاتړي دي او له وسله والو مخالفينو سره مرسته نه کوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د ناوې د جګړې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دې ډلې يو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د ګرمسېر په لکي سيمه کې يې دوه پوستې نيولې او لس سرتېري يې وژلي دي.
خو د ګرمسېر ولسوالۍ امنيتي سرچينې د طالبانو دا ادعا ردوي.
د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هلمند په مرکز لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې سختې جګړې روانې دي چې له امله يې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند والي حيات الله حيات پرون په يوه خبري غونډه کې وويل چې طالبانو له ١٤ ولسواليو څخه سلګونه وسله وال راټول کړي وو او هڅه يې کوله چې د ولايت ځينې مهمې سيمې ونيسي، خو د امنيتي ځواکونو له خوا يې پلانونه شنډ شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن