ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان حج کوونکو د لېږد پروسه نن پيلېږي

author avatar
8 Aug 2016 - 13:21
author avatar
8 Aug 2016 - 13:21

کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د ارشاد، حج او اقافو وزارت وايي چې د بيت الله شريف حج ادا کوونکو لومړۍ الوتکه به نن له غرمې وروسته له کابل نه د سعودي عربستان پر لور الوتنه وکړي.

دا ټکى د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عامه اړيکو مشر مرتضى حامد نن له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې څرګند کړ.

 دغه چارواکي وويل چې د افغان حاجيانو يوه ٦٠٠ کسيزه ډله به نن له غرمې وروسته ٤:٣٠بجې به د اريانا هوايي شرکت په يوه الوتکه کې له کابل نه د سعودي عربستان جدې ته الوتنه وکړي.

حامد زياته کړه، په راتلونکو ٢٤ ساعتونو کې به دوې نورې الوتنې هم يوه له کابل هوايي ډګره له ٥٨٠ زيارت  کوونکو سره او دويمه هم له هرات ولايت نه ترسره شي چې ١٤٠ زيات کوونکي به ولېږدوي.

هغه زياته کړه چې سږ کال ٢٤ کسان د بيت الله شريف حج ادا کولو لپاره لېږدول کېږي چې ٢٠ سلنه يې ښځې دي.

مرتضى حامد څرګنده کړه چې دغه زيارت کوونکي به د شاوخوا يوې مياشتې په اوږدو کې له کابل، کندهار، هرات او مزار شريف هوايي ډګرونو څخه د اريانا دولتي شرکت له لوري ولېږدول شي.

حامد په ډاګه کړه چې په تېرو کلونو کې به د حاجيانو لړليک د ملي ټلويزيون له لارې اعلانېده، خو سږ کال به دغه لړليک د ځينو خبري اژانسونو، ويبسايټونو او اړوند وزارت د فېسبوک پاڼې له لارې اعلان شي، څو ټول ورته لاس رسى ولري او ژر خبر شي.

هغه زياته کړه چې په روان کال کې به له ګڼو اسانتياوو سره ښه استوګنځى، درې وخته غوره ډوډۍ او  لېږد را لېږد ددې خدمتونو يوه برخه ده چې چې کعبې شريفې ته نږدې په پام کې نيول شوي، حتى په مدينه منوره کې هم افغان زيارت کوونکي د ښار په مرکزي برخه کې تنظيم شوي دي.

مرتضى حامد په ورته وخت کې وويل چې په روان کال کې د افغان حاجيانو د سفر لګښت له ١٥٠ ډالرو کمښت سره د تېر کال په پرتله ٢٣٠٠ ډالرو ته رسېدلى دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.