کندهار(پژواک، ١٨زمرى٩٥): د کندهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دې ولايت په ١١٠ جريبه ځمکه کې ٩٧ باغونه جوړ شوي چې څو کاله وروسته به ښه حاصلات ورکړي او د مېوو د محصولاتو کچه به ورسره لوړه شي.
دغه باغونه د انګورو، انارو، الو او نورو مېوو دي چې د کندهار ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې جوړ شوي دي.
د کندهار د کرنې رياست سرپرست محمد قاسم رښتيني پژواک خبري اژانس ته وويل، د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له مخې چې په دې وروستيو کې کندهار ته ولايت ته هم غځول شوې ٩٧ باغونه جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه باغونه د کندهار ښار تر څنګ په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسواليو کې پر ١١٠ جريبه ځمکه جوړ شوي چې څو کاله وروسته به ورسره د کندهار د مېوو د حاصلاتو کچه لوړه شي.
دى وايي، د انګورو، انارو او نورو مېوو دغه باغونه په عصري بڼه جوړ شوي، څو په ځمکه کې ډېرې ونې ځاى شي او له بلې خوا د مېوې کيفيت او کميت هم د هېواد د اوسنيو مروجو باغونو په پرتله ښه وي.
نوموړي دغه راز وويل چې د يادې شوې پروژې له مخې په کندهار کې ٧٥٠ تنو کروندګرو او ١٢٠٠ تنو مالدارانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ شوي او د کرنې او مالدارۍ اړوند روزنه او عامه پوهاوى ورکړل شوى دى.
د ده په خبره، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کرنې وزارت له خوا د هېواد په ټولو ولايتونو روانه ده چې پر بنسټ به يې تر ٢٠١٨ زېږديز کال پورې د هېواد د باغدارۍ او مالدارۍ په برخو کې د پام وړ بدلون او پرمختګ رامنځته شي.
نوموړي د دې تر څنګ د زعفرانو د کرکيلې د رواجولو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل د کرنې رياست هڅه کړې چې دغلته د زعفرانو کښت ترويج کړي، چې د کوکنارو ښه بديل کېداى شي.
هغه زياته کړه، اړوند رياست د کندهار په ٨ ولسواليو دامان، سپين بولدک، خاکرېز، ډنډ، تخته پُل، شاوليکوټ، ژيړۍ او ميوند ولسواليو کې پر کروندګرو ٦١٥٣ کيلوګرامه د زعفرانو تخم وېشلى.
د ده په وينا، د تخم د وېشلو تر څنګ بزګرو ته د زعفرانو د کرلو او د حاصلاتو ټولولو روزنه هم ورکړل شوې چې په دې توګه به دغلته د زعفرانو کښت ډېره وده وکړي او په تدريجي توګه به خلک اړ شي چې له د کوکنارو له کرلو لاس په سر شي.
رښتيني د دې تر څنګ د (AMI) په نوم د يوې موسسې يادونه هم وکړه چې د دې ولايت په پنځو ولسواليو کې يې ٢٥٠ تنو بزګرانو ته د سويابينو تخم وېشلى.
د ده د معلوماتو له مخې، ياده شوې موسسه به له کروندګرو د سويابينو حاصلات په ښه بيه رانيسي او بيا به يې مارکېټ ته وړاندې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن