کابل (پژواک، ١٨ زمرى ٩٥): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د بروکسل ناستې ته د حکومت د چمتووالي خبر ورکوي او وايي، له نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت د کړو ژمنو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي دي.
هغه چې نن يې د وزيرانو شورا ناستې ته خبرې کولې، وويل چې د حکومت په کړنو کې روڼتيا او حساب ورکونه، د قانون حاکميت پياوړتيا او ښه حکومتوالي، له اداري فساد سره مباره، د دولتي بنسټونو پياوړتيا او ظرفيت لوړول، له نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت ژمنې دي.
ډاکټرعبدالله وويل چې بېوزلي، کارموندنه، د ښځو د رول پياوړي کول، د بشري حقونو مسايل او ټاکنې، له نړيوالې ټولنې سره د افغان حکومت له نورو ژمنو عبارت دي چې په يادو ټولو برخو کې پرمختګونه شوي دي.
د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر زياته کړه چې افغان حکومت په بروکسل ناسته کې د ګډون بشپړ چمتووالى لري او د افغانستان د ژمنو د عملي کېدو لپاره د ولسمشر تر مشرۍ لاندې پرله پسې ناستې کېږي.
هغه وويل: ((چمتووالى يواځې د کاغذ پرمخ نه دى، بلکې موږ پر ټولو هغو ژمنو عمل کوو چې له نړيوالې ټولنې سره مو په بېلابېلو برخو کې کړې دي.))
ټاکل شوې چې د ناټو او افغانستان د تمويل کوونکو هېوادونو ناسته، د اکتوبر په ٥مه د بلجيم په بروکسل ښار کې جوړه شي، په دې ناسته کې له افغانستان سره د مالي مرستو پر څرنګوالي بحث کېږي.
عبدالله وايي چې افغانستان په دې ناسته کې له ځانګرو پروګرامونو سره برخه اخلي، څو وکولى شي چې د مرستندويه هېوادونو پاملرنه ځانته جلب کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن