کابل (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): د کرنې وزارت وايي چې د روان کال تر پايه پورې به د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې د ١٦٠ ميليون افغانيو په لګښت ٦٠ زره هکتاره ځمکه هواره او په کابل او پروان ولايتونو کې به د ابو لګولو پنځه شبکې جوړې شي.
د يادو پروژو د عملي کولو قرارداد نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال عبدالقدير جواد او د پلي کوونکو شرکتونو د استازو تر منځ په کابل کې لاسليک شو.
جواد وويل چې د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې د ١٠٠ ميليون افغانيو په لګښت، ٦٠ زره هکتاره کرنيزه ځمکه د وزارت له بوديجې هواره کېږي.
د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروګرام په پنجشېر، دايکنډي، غور او نورستان ولايتونو کې د غرني توب له امله نه شي عملي کېدلى.
هغه څرګنده کړه چې د يادې پروژې په عملي کولو سره پر دې سربېره چې د اوبو له بېځايه کېدو مخنيوى کېږي، دغه راز د خاورې له منځه تلو او په پټيو کې د کيمياوي سرو له بېځايه کېدو مخنيوى کېږي او په پايله کې به يې حاصلات هم لوړ شي.
د هغه په وينا، اوسمهال په يادو ولايتونو کې د کرنيزو ځمکو د نشتوالي له امله له پنځوس سلنه زياتې اوبه ضايع کېږي.
دغه راز جواد څرګنده کړه، چې په ياده پروژه کې له ٣٠٠٠ زياتو بزګرانو ته د کښت په اړه د اغېزناکو او نوو لارو چارو په اړه روزنه ورکول هم شامل دي.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال وويل چې دغه راز په کابل او پروان ولايتونو کې د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ٦٠،٣ ميليون افغانۍ د اوبو لګولو پر پنځو شبکو لګول کېږي.
نوموړي زياته کړ ه چې د اوبو لګولو دوه شبکې په ده سبز، يوه شبکه د جبل سراج په ولسوالۍ کې او دوه نورې شبکې د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې عملي کېږي.
د هغه په وينا، د يادو شبکو کار په بشپړېدو سره به ١٥٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوب او همدارنګه به د څلوېښت سلنه اوبو ضايع کېدو مخه هم ونيول شي او په پايله کې به شل سلنه کرهنيز حاصلات لاپسې زيات شي.
د هغه په وينا، په کابل او پروان کې به له دغو پروژو څخه ٧٢٠٠ کورنۍ برخمنې او له ٢٤ زره زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن