ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د انګورو حاصلات ډېر شوي

د جوزجان د انګورو حاصلات ډېر شوي

author avatar
10 Aug 2016 - 17:15
د جوزجان د انګورو حاصلات ډېر شوي
author avatar
10 Aug 2016 - 17:15

شبرغان (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): جوزجان ولايت کې د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات له زرو ټنو زيات شوي، خو د نباتي ناروغيو موجوديت په ياد ولايت کې د انګورو کيفيت خراب کړى دى.

د جوزجان د کرنې رياست يوه کارکوونکي محمد اسرايل پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېر کال په ٧٢٠ هکټاره ځمکه کې د انګورو پالنه کېده، چې حاصلات يې له يوولس زره ټنو زيات و، خو په روان کال کې په ٧٣٠ هکټاره ځمکه کې انګور روزل او ساتل کېږي، چې له دولس زره ټنه څخه زيات انګور ترې ترلاسه کېدلى شي.

هغه زياته کړه، د دې احتمال شته چې سږ کال د انګور اندازه ديارلس زره ټنو ته هم ورسيږي، خو د دغو حاصلاتو منځنى حد د تېر کال په پرتله يو ټن زيات ښودل شوى دى.

نوموړي په جوزجان ولايت کې د انګورو حاصلاتو د زياتوالي عامل د نباتي افتونو کابو کول په ګوته کړل او ويې ويل، چې تېر کال ژمى د انګورو باغونو د ارزونې ترڅنګ د کرهنې رياست بزګرانو ته خپل خدمات وړاندې کړي او ډېره ښه پايله يې لرلې ده.

اسراييل زياته کړه: "د انګورو باغونه تر ډېره د قرغنه او خاکسترک ناروغۍ (يو پوپنک ډوله ناروغۍ ده) ګواښي، چې دغه ناروغي هغه مهال چې کله هوا ګرمه شي، پر تاکونو يرغل کوي چې بيا ځينې بزګران د يادې ناروغۍ د مخنيوي په برخه کې ځنډ باسي، خو چې کله يې ټول بڼ ياده ناروغي ونيسي نو بيا د کابو کولو لپاره ګام پورته کوي، چې بيا هيڅ ګټه نه لري."

هغه زياته کړه چې د جوزجان ولايت په اړوند سيمو کې ٢٦ ډوله انګور روزل کېږي، چې تر ټولو مشهور يې کشمشي، تور، شنه، حسيني، چال، طايفي او د ناوې ګوتې دي.

د شبرغانو ښار يوه اوسېدونکي حاجي سميع وويل: "د خپلو انګورو له حاصلاتو خوښ يو، خو زموږ انګور او تاکونه يې په يوه ډول ناروغۍ اخته دي، چې د انګورو دانې يې وړوکې کړې دي او په خپل وخت مو ترې مخنيوى ونه شو کړى."

سميع زياته کړه: "زموږ د انګورو حاصلاتو په شبرغانو ښار کې پلورل کېږي، چې د هر من بيه يې له ١٤٠ افغانۍ تر ١٨٠ افغانيو پورې ده."

شبرغانو ښار کې د انګورو يوه پلورونکي محمد حسن وويل چې درې جريبه بڼ لري خو سږ کال پر دې سربېره چې ښه حاصلات يې ترلاسه کړي، خو د نباتي ناروغيو او افتونو د کابو کولو په موخه تر اوسه پورې له دوى سره مرسته نه ده شوې اوسمهال په بازار کې د يوه کيلو انګور بيه له څلوېښتو تر پنځوسو افغانيو پورې ده.

نوموړي زياته کړه: "يو جريب تاکونه، کم تر کمه ١٢٠ منه انګور نيسي، چې زه د هغو د پلور له لارې د خپل ژوند اړتياوې پوره کوم."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.