ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رياست تعمیر او بدخشان کې يو پول جوړ شول

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رياست تعمیر او بدخشان کې يو پول جوړ شول

author avatar
10 Aug 2016 - 16:43
د فراه د کار او ټولنيزو چارو رياست تعمیر او بدخشان کې يو پول جوړ شول
author avatar
10 Aug 2016 - 16:43

فراه (پژواک،٢٠ زمرى ٩٥): د فراه ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست ودانۍ نن ګټې اخيستو ته وسپارل شوه او دغه راز د بدخشان په يفتل پايان ولسوالۍ کې يو پول جوړ شوى دى.

دغه ودانۍ چې د فراه ښار په څلورمه ناحيه کې جوړه شوې، نن د ياد وزارت د وزيرې نسرين اورياخېل په ګډون د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه.

د فراه د کار او ټولنيزو چارو رييس وحيدالله ساپي وويل، ياده دوه پوړيزه ودانۍ چې پنځلس خونې لري، د دوه جريبې ځمکې په مساحت کې جوړه شوې چې دوه سوه زره امريکايي ډالره لګښت پرې راغلى دى، چې ياد لګښت د دولت له بوديجې ورکول کېږي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د يادې پروژې کار د ١٣٩٢ لمريز کال په کب مياشت کې پيل شوى و.

صافي وويل: "پخوا مو په کرايي ودانۍ کې فعاليت کاوه، چې له امله يې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان و، خو د يادې ودانۍ په جوړولو سره له دغې برخې اوسمهال زموږ ستونزې حل کېږي او په ښه توګه خلکو ته خپل خدمتونه وړاندې کولى شو."

نوموړي دغه راز په دغو مراسمو کې وويل، چې ياد رياست د ماشومانو د وړوکتونونو لپاره د فراه ښار په لومړۍ، دويمې او څلورمې ناحيو کې ځمکه لري، خو د وړوکتونونو د جوړولو لپاره ورسره بوديجه نشته.

د کار او ټولنيزو چارو وزيرې نسرين اورياخېل وويل، چې په فراه کې د وړوکتونونو جوړول به د دغه وزارت په پلان کې شامل کړي.

د يوه بل خبر له مخې، د کليو او پراختيا وزير د بدخشان په يفتل پايان ولسوالۍ کې د يوه پل د پرانېستې سربېره دغه ولايت د هېواد له مستحقو ولايتونو وباله او ژمنه يې وکړه، چې په ١٣٩٦ لمريز مالي کال کې به دغه ولايت ته ډېرې پراختيايي پروژې په پام کې ونيسي.

ياد پل چې سل متره اوږدوالى او اووه متره پلنوالى لري، د ياد ولايت د يفتل پايان ولسوالۍ په ګذر کلي کې د نړيوال بانک د ٧٩ مليون افغانۍ مرستې په لګښت سره رغول شوى دى.

دغه پروژه د يوه کال په ترڅ کې بشپړه او ګټې اخيستو ته وسپارل شوه، چې له امله يې د يادې ولسوالۍ د سلګونه اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې حل کړې.

د کليو او پراختيا وزير نصيراحمد دراني د بدخشان له والي سره د ليدو پر مهال وويل چې ياد ولايت د هېواد له مستحقو ولايتونو څخه دى او ډېره کمه پراختيا په کې تر سترګو کېږي.

د کليو او پراختيا وزير زياته کړه: "له همدې امله به د ١٣٩٦ لمريز مالي کال کې ياد ولايت ته ډېرې پراختيايي پروژې په پام کې ونيول شي."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.