ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخي: د هېواد پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

بلخي: د هېواد پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
11 Aug 2016 - 17:58
بلخي: د هېواد پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
11 Aug 2016 - 17:58

باميان (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د پوهنې وزير وايي چې د افغانستان نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او د څه باندې ١٦ زره ښوونکو زده کړې تر بکلوريا ښکته دي.

د هېواد د پوهنې وزير اسدالله حنيف باميانو ولايت ته د يوه سفر په ترڅ کې د هېواد د پوهنيز نظام پر ستونزو خبرې وکړې او ویې ويل چې په تېرو کلونو کې له حکومت نه د ښوونځيو د جوړولو د ٦٣٦ پروژو پيسې اخيستل شوې، دا ښوونځي يا جوړ شوي نه دي او يا هم په نيمايي کې پرېښودل شوي دي.

نوموړي وويل چې د افغانستان نيم ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي  يې تر خېمو او يا شنه اسمان لاندې درس وايي، د هېواد پنځوس سلنه ښوونکي ١٤ پاس، ١٨ سلنه ليسانس او د څه باندې ١٦ زره نورو ښوونکو زده کړې د بکلوريا( له ١٢م ښکته) له درجې ټيټې دي.

بلخي په باميانو ولايت کې د ښوونکو د کمښت په اړه وويل چې د پوهنې وزرات په يواځې ځان سره نه شي کولى د پوهنې د نظام ستونزې حل کړي، نو ځکه خو خلک بايد په ټولو برخه کې له پوهنې سره مرسته وکړي.

د پوهنې وزير زياته کړه: ((د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې خلک په خپل لګښت لوستي ښوونکي ګوماري، څو د ښوونځيو د زده کوونکو د سواد کچه يې لوړه شي، په دايکنډي او باميانو کې هم  له پوهنې سره دا ډول همکاري شوې ده، همدا لامل دې چې په دې سيمو کې د هېواد د نورو سيمو په پرتله د لوست کچه لوړه ده.))

نوموړي د ښوونکو د بستونو د کمښت په اړه يادونه وکړه او وويل، له بده مرغه په تېرو کلونو کې چې بوديجه او پيسې وې، يا پيسې بې ځايه لګول شوې او يا هم د افغانستان د پوهنې په برخه کې سم کار ونه شو، اوسمهال د هېواد د پوهنې نظام په اټکليز کمښت سره د ٣٠ نه تر څلوېښت زره ښوونکو کمښت سره مخ دى.

هغه زياته کړه چې د پوهنې وزارت کاري پلان لري چې د افغانستان په اړه د پوهنې ټول ښوونځي، ښوونکي او زده کوونکي وڅېړي چې په همدې موخه له مرکز نه ټولو ولايتونو ته پلاوي استول کېږي، دوى به له پلټنې وروسته په رڼه ډول بستونه وټاکي او په يوه ډول به د ښوونځيو، ښوونکو او زده کوونکو شمېر اعلان کړي.

د باميانو والي محمد طاهر زُهير د پوهنې وزير ته وويل چې په باميانو کې د پوهنې د روڼتيا په برخه کې ډېرې هڅې شوې، د پوهنې رييس او ځينې مديران چې په فساد کې ښکېل وو، زندان ته اچول شوي او هيله ده چې د پوهنې وزارت د باميانو د پوهنې د ستونزو د حل په برخه کې پاملرنه زياته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.