جلال اباد (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د ننګرهار لومړنۍ ښاري محکمې هغې مېرمنې ته د اعدام سزا اورولې چې خپله ندرور (د خاوند خور) يې په تناره کې سوځولې او وژلې وه.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې درې مياشتې مخکې يادې مېرمن د خپل خاوند خور، مرسل د جلال اباد ښار د درېيمې ناحيې په سيمه کې په تناره کې سوځولې وه.
هغه زياته کړه چې په دې اړه نن د جلال اباد لومړنۍ ښاري محکمې له خوا د يادې قضيې علني محکمه ترسره شوه.
د علني غونډې په پيل کې موظف څارنوال خپله ترتيب کړې صورت دعوه وړاندې کړه او ورپسې مدافع وکيل له خپلې موکلې څخه دفاع وکړه.
د علني قضايي غونډې قضايي پلاوي د موضوع د ښې روښانتيا لپاره د قضيې طرفينو ته مناسب وخت ورکړی و چې په پايله کې يې د قتل په تور تورنه مېرمن د جزا د قانون د ۳۹۵ مادې د ۳ فقرې پر بنسټ او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون د ۲۲مې مادې د ۲مې فقرې په نظر کې نيولو سره ياده مېرمن د اعدام پر سزا محکومه شوه.
د محکمې د رييس قضاوتمند مفتي محمد وزير په مشرۍ قضايي پلاوي وويل: ((د يادې مېرمنې پر وړاندې شوې پرېکړه نهايي نه ده، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د يادې محکمې له لوري ۱۴ تنه د انسان تښتونې په قضيه کې پر ۱۵- ۱۵ کاله تنفيذي بند محکوم شول او دغه راز د يادو کسانو له ډلې څو تنه نور په بېلابېلو قضيو کې پر قانوني سزا هم محکوم شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن