ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د برېښنا ریاست یو کار کوونکی ټپي شوی

هرات کې د برېښنا ریاست یو کار کوونکی ټپي شوی

author avatar
11 Aug 2016 - 16:16
هرات کې د برېښنا ریاست یو کار کوونکی ټپي شوی
author avatar
11 Aug 2016 - 16:16

هرات (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د هرات په چشت شريف ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د برېښنا رياست پر کارکوونکي او د ملي اردو پر ځواکونو بريد کړى دى.

د هرات د چشت شريف ولسوال فرهاد خادمي د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په اسفرز او ستوني سيمه کې د برېښنا رياست پر کارکوونکي او د ملي اردو پر ځواکونو بريد کړى دى.

هغه وايي، جګړې نږدې نيم ساعت دوام کړى، خو په دې جګړه کې يواځې د برېښنا رياست عملياتي معاون برسېرن ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه: ((دا معاون هم د لرګيو د غورځېدو له امله ټپي شوى دى، کومه مرمۍ يا چره پرې نه ده لګېدلې.))

ده وويل چې اوس جګړه پای ته رسېدلې او سيمه د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې ده.

د هرات د امنيې قوماندانۍ د وياند مرستيال سيداحمد محمدي پژواک ته وويل چې يادې سيمې ته د ملي اردو ځواکونه تللي دي، خو د پېښې په اړه دوى معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.