کابل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): ولسمشر اشرف غني د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره د راتلونکو پارلماني ټاکنو په اړه خبرې کړې دي.
له ارګه د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د يوناما مشر تاداميچي ياماماتو له ولسمشر اشرف غني سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو تر څنګ د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د راتلونکو ټاکنو د تخنيکي همکاريو په هکله بحث او خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر ويلي، حکومت ټاکنيزو اصلاحاتو او د ولسي جرګې او د ولسواليو شوراګانو د ازادو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي په دې ليدنه کې ويلي، د ټاکنو د ترسره کولو په برخه کې د ملي يووالي حکومت د ژمنتيا او هڅو هرکلی کوي.
هغه زياته کړې، ملګري ملتونه د افغانستان د حکومت په مشرۍ او مالکيت د ټاکنو پروسې د تنظيم په برخه کې تخنيکي همکارۍ ته چمتو دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن