ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شینډنډ کې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

په شینډنډ کې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
11 Aug 2016 - 13:35
په شینډنډ کې چاودنې ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
11 Aug 2016 - 13:35

لومړى تعقيب- هرات (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): سیمه ییز چارواکي وايي چې د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې چاودنې څلور کسان وژلي او نهه نور یې ټپيان کړي دي.

د هرات د والي وياند غلام جيلاني فرهاد د زمري په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د شيندنډ ولسوالۍ په بازار کې چاودنه وشوه.

هغه وويل چې چاودېدونکي توکي په يو زرنج موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوي وو چې د بازار په منځ کې یې چاودنه وکړه.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي او دوه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او د ملي اردو د دريو سرتېرو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي دي.

دغه راز په هرات کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د لومړۍ لوا رييس ارکان اخترمحمد همدم هم پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې يو د ملي اردو سرتېرى او درې ملکي وګړي وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه: ((د تلفاتو شمېر لوړ دی، په دې چاودنه کې ډېرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، سرتېري لګيا دي تر خاورو لاندې شوي کسان را وباسي.))

دغه راز د شيندنډ ولسوالۍ قومي مشر تورمحمد ظريفي هم پژواک ته وويل چې چاودنه ډېره پياوړې وه او په لرو سيمو کې د کورونو او هټيو ښيښې ماتې کړې دي.

د هغه په وينا، له چاودنې وروسته طالبانو درې توغندي هم د امنيتي ځواکونو پر پوستو توغولي خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

دى وايي چې طالبانو اوس هم په سيمه کې کمين نيولى خو امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې ده او چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د دې چاودنې په اړه  څه نه دي ويلي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

شيندنډ د هرات له لرو پرتو او نا امنو ولسواليو څخه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.