ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امام صاحب ولسوالي د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده

امام صاحب ولسوالي د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده

author avatar
12 Aug 2016 - 14:48
امام صاحب ولسوالي د سقوط له جدي ګواښ سره مخ ده
author avatar
12 Aug 2016 - 14:48

کندوز (پژواک، ۲۲ زمری ۹۵): د کندوز ولایتي شورا د امام صاحب ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي که جدي پام ورته ونه شي ډېر ژر به سقوط شي.

خو په دغه ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې عملیات پیل شوي او هېڅکله به سقوط ونه کړي.

د کندوز د ولایتي شورا رییس محمدیوسف ایوبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له یوې اوونۍ راهیسې په امام صاحب ولسوالۍ کې شدیده جګړه روانه ده، که چېرې جدي پاملرنه ورته ونه شي ښايي سقوط وکړي.

هغه زیاته کړه چې وسله والو طالبانو له څو خواوو د امام صاحب پر ولسوالۍ بریدونه کړي او د دې ولسوالۍ څو سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې دي.

د کندوز دغه ځايي چارواکی حکومت ته خبرداری ورکوي که حکومت په دې اړه اقدام ونه کړي د یادې ولسوالۍ برخلیک به د قلعه زال او دشت ارچي په څېر شي.

هغه د خپلو خبرو په دوام پژواک ته وویل چې د جګړې د شدت او د وسله والو د هجوم له امله په نواباد او الف بردي کلیو کې تر زر ډېرې کورنۍ ګاونډیو ولسوالیو او د کندوز ښار ته کډوالې شوې دي.

په عین حال کې د کندوز د ولایتي شورا یوه غړي محمدخلیل هم په امام صاحب کې د جګړې پر دوامداره کېدو اندېښنه وښوده او له مرکزي حکومته یې وغوښتل چې دې ولسوالۍ ته جدي پاملرنه وکړي.

خلیل وايي: ((که حکومت امنیتي ځواکونه د ځمکې او هوا له لارې جدي حمایه نه کړي، امام صاحب به سقوط وکړي.))

بلخوا د کندوز د امنیتې قوماندانۍ د امنیت امر ډګروال معصوم هاشمي د امام صاحب جګړه تایید کړه او پژواک ته یې وویل: ((امام صاحب به هېڅکه سقوط ونه کړي.))

د هاشمي په خبره، په امام صاحب کې په کافي شمېر امنیتي ځواکونه شته، په دې ولسوالۍ کې عملیات په شدت روان دي او د دولت وسله والو مخالفینو ته ډېر تلفات اوښتي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.