ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

کندهار کې د ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي

author avatar
12 Aug 2016 - 10:48
کندهار کې د ماین چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي
author avatar
12 Aug 2016 - 10:48

کندهار (پژواک، ٢٢ زمری ٩٥): چارواکي وايي چې د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنې څلور ملکي وګړي وژلي دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د زمري په ۲۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاد موټر نن سهار د میوند ولسوالۍ له شل غمي سیمې یوې بلې سیمې ته روان و چې په لاره کې پرې د ماین چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او موټر يې هم په بشپړ ډول ويجاړ شوى دى.

دى وايي چې یاد ماين د وسله والو مخالفينو له خوا د امنيتي ځواکونو لپاره ځاى پر ځاى شوى و خو ملکي وګړي پرې ور برابر شول.

وسله والو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې په کندهار کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې چې ډېری دغه پېښې د ماين چاودنو له امله دي.

وړمه ورځ هم د کندهار په سپين بولدک او تخته پل ولسواليو کې پر ملکي وګړو د ماین دوه چاودنې وشوې چې د ماشومانو په ګډون په کې ٥ تنه ووژل شول او يو ټپي و.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.