ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د جانې خېلو ولسوالۍ کلابندي ماته شوه”

“د جانې خېلو ولسوالۍ کلابندي ماته شوه”

author avatar
13 Aug 2016 - 19:39
“د جانې خېلو ولسوالۍ کلابندي ماته شوه”
author avatar
13 Aug 2016 - 19:39

ګردېز (پژواک،٢٣زمرى٩٥): چارواکي وايي، د پکتيا د جاني خېلو ولسوالۍ محاصره يې ماته کړې او لسګونو وسله والو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې ولسوالۍ ته کومانډو او ځانګړي ځواکونه رسېدلي دي.

هغه زياته کړه، دوى نن د ورځې په اوږدو کې د عملياتو پر مهال ٣٠ وسله وال وژلي او ١٥ يې ټپيان کړي دي.

د اتل په وينا، د ٢٠ وسله والو جسدونه ولسوالۍ ته لېږدول شوي او وسله وال د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې سيمو ته تښتېدلي دي.

خو د والي وياند وايي، د وسله والو پر ضد چاڼيز عمليات روان دي او ډېر ژر به ټوله ولسوالي له دوى څخه پاکه شي.

ده زياته کړه، وسله والو پر لارو ماينونه خښ کړي، چې له امله يې دولتي ځواکونو پرمختګ نه شوى کولى، خو اوس ماينونه شنډ کړى شوي دي.

اتل د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې د ماين چاودنو له امله ګڼ شمېر دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د پکتيا د ولايتي شورا ځينو غړو او اوسېدونکو ويلي وو، چې په جانې خېلو کې امنيتي وضعيت ښه نه دى او که اړينه پاملرنه ورته ونه شي، نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.