ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشر او اجرائيه مشر تر منځ ناسته ځنډول شوې

د ولسمشر او اجرائيه مشر تر منځ ناسته ځنډول شوې

author avatar
13 Aug 2016 - 20:07
د ولسمشر او اجرائيه مشر تر منځ ناسته ځنډول شوې
author avatar
13 Aug 2016 - 20:07

کابل (پژواک ٢٣ زمرى ٩٥): له ولسمشر څخه د اجرائيه مشر تر سختو نيوکو وروسته، ټاکل شوې وه چې نن د حکومت دواړه مشران له يوه بل سره وګوري، خو دغه ناسته د نامعلومو دليلونو له مخې ترسره نه شوه.

د حکومت اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، دوه ورځې وړاندې په کابل کې د "ځوانانو ورځې" د نمانځغونډې په مراسمو کې پر ولسمشر سختې نيوکې وکړې او ويې ويل، اړ شوى چې د خپل اختلاف اړوند مسايل په څرګندو ټکو سره ووايي.

عبدالله، له وزيرانو سره د ولسمشر له چلند او د ملي يووالي حکومت د هوکړه ليک اساسي ژمنو له نه عملي کېدو سره د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، له تېرو درېيو مياشتو راهيسې ولسمشر له نوموړي سره په جلا توګه ناسته نه ده کړې.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بيا پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي: "له بده مرغه د ډاکټر عبدالله عبدالله پرونۍ خبرې د موازينو او د دولتوالۍ له روحيې سره برابرې نه وې، ځکه د حکومتوالۍ بنسټ پر قانوني اصولو او ضوابطو ولاړې او پر بنسټ يې اجراات ترسره کېږي."

د ارګ او سپيدار تر منځ د اړيکو د ترنګلتيا له امله وپتېيل شوه، څو د ملي يووالي دواړه مشران په يواځې توګه له يوه بل سره وګوري.

خو د اجرائيه رياست مرستيال وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، تر اوسه پورې ډاکټر عبدالله عبدالله له ولسمشر سره ليده کاته نه دي کړي.

نوموړي چې نن مازيګر پنځه بجې له پژواک سره خبرې کولې، له ډېرو معلوماتو وړاندې کولو پرته وويل: "نن ټاکل شوې چې ليدنه يې ترسره شي، خو تر اوسه پورې دا کار نه دى شوى، زه نه پوهېږم چې وروسته به ناسته کېږي که نه او که کېږي هم نو څه وخت کېږي؟ دومره ويلى شم چې تر اوسه پورې ولسمشر او اجرائيه رييس له يوه بل سره خبرې نه دي کړې."

د ويلو ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د حکومت اجرائيه رياست د ملي يووالي حکومت مشرانو تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا په پايله کې يادو مشرانو د ټولنې له بېلابېلو مشرانو سره هم کتلي دي.

د اجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن ډاکټر عبدالله عبدالله د هېواد د سياسي وضعيت په اړه له سياسي مشرانو او شخصيتونو سره ليده کاته وکړل.

سرچينې ويلي، په دغء ناسته کې چې نن په سپيدار ماڼۍ کې ترسره شوه، سياسي مشرانو او شخصيتونو د هېواد د اجرائيه رييس له وروستيو پروګرامونو او ليدلورو څخه د ملاتړ ترڅنګ په نظام کې د اصلاحاتو پر رامنځته کولو او له کوم شرط پرته د ملي يووالي حکومت هوکړه ليک د شرطونو منلو ټينګار کړى دى.

دا راز ويل کېږي، چې پرون شپه ولسمشر غني هم په ارګ کې د خپل ټاکنيز ټيم له غړو سره يوه غونډه درلوده، چې تر اوسه پورې يې جزئيات نه دي خپاره شوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.