مهترلام (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې په لغمان ولايت کې د يوې نښتې په ترڅ کې ١١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د زمري په ٢٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته تېره شپه د الينګار ولسوالۍ اړوند د منګو او ساندروا په سيمو کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې وسله والو مخالفينو د ملي اردو پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي وو چې د ملي اردو له سخت مقاومت سره مخامخ شول.
د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې دوه مخالف وسله وال وژل شوي او اته تنه نور يې سخت ټپيان دي.
د والي وياند وايي چې په دې جګړه کې د ملي اردو يو افسر او يو سرتېرى هم ټپيان شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په لغمان ولايت کې هم امنيتي پېښې زياتې شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن