کابل (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د کرکټ د الکوزي ملي شپږيزې سياليو په پنځمه ورځ د کابل بازانو د مس عينک اتلانو ته په ماتې ورکولو سره درېيمه بريا خپله کړه.
د هېواد د پلازمېنې کابل او پنځو زونونو د لوبـډلو په ګډون دا سيالۍ د زمري په ١٩مه، د کابل په الکوزي نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې دي.
نن سهار د لومړۍ لوبې پچه د کابل بازانو وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، کابل بازانو په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٦٤ منډې وکړې او د مس عينک اتلانو ته يې د ١٦٦ منډو هدف ورکړ.
د کابل بازانو له لوري لوبډلمشر اصغر ستانکزي په زړه پورې لوبه وکړه ، ٧٠ منـډې يې جوړې کړې او هغه د لوبې غوره لوبغاړى هم اعلان شو.
د مس عينک لوبغاړو د کابل بازانو د ښې توپ اچونې مقابله ونه شواى کړاى او ټوله لوبډله يې په ٩٨ منډو وسوځېدله. د دوى له لوري نوروز منګل ٣١ او نور علي ځدراڼ ٢٣ منډې جوړې کړې.
د کابل له له لوري راشد ارمان او حمزه هوتک درې، درې لوبغاړي وسوځول، مس عينک ته په ماتې ورکولو سره کابل بازانو درې پرله پسې برياوې ترلاسه او نيمه پاى لوبې ته يې لاره پيدا کړه.
تر غرمې وروسته دويمه لوبه به د سپين غر زمريانو او امو نهنګانو ترمنځ ترسره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن