ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ښار کې د بیارغونې ځینې پروژې پلې کېږي

خوست ښار کې د بیارغونې ځینې پروژې پلې کېږي

author avatar
14 Aug 2016 - 10:40
خوست ښار کې د بیارغونې ځینې پروژې پلې کېږي
author avatar
14 Aug 2016 - 10:40

خوست (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د خوست د ښاروالۍ مسوولين وايي، کلک هوډ لري چې په نږدې راتلونکې کې د ښار ټولې ستونزې هوارې او ښاريانو ته د اړتيا وړ اسانتياوې برابرې کړي.

دغه څرګندونې د ښاورالۍ رياست د سکتور امر انجنير محمد عمر له پژواک اژانس سره داسې مهال په مرکه کې وکړې چې همدا اوس د خوست ښار په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې ګڼې پروژې تر کار لاندې دي.

هغه زياته کړه، په دې پروژو کې د سړکونو، پلونو، پلچکونو، لښتيو او د ويالو جوړولو او بيارغولو په ګډون ۱۴ پروژې شاملې دي چې په بشړېدو سره به يې د ښاريانو ستونزې هوارې شي.

انجنير محمدعمر زياته کړه، پر يادو پروژو شاوخوا ۲۶۰ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې مهم هغه يې د ښار د اووه کيلومتره سړکونو له سره جوړول او يا په ځينو نقطو کې ترميم دی.

نوموړي وويل: ((زموږ سړکونه چې ډېر پخوا جوړ شوي وو، حالت يې ډېر خراب و. نو د سړکونو رغولو ته لومړيتوب ورکړ چې دا مهال د ښار په مختلفو ساحو کې کار پرې روان دی. انشاالله د دې په جوړېدو سره به د ښاريانو شته ستونزې حل شي.))

انجنير عمر زياته کړه، ښاروالۍ ټينک هوډ کړی چې تر راتلونکو دوو کلونو پورې به د ښار ټول سړکونه، لښتي، ويالې او پلچکونه له سره جوړ کړي او هم به د څښاک اوبو رسونې شبکه ورغوي.

هغه وايي: ((د خوست د ښاروالۍ رهبري او نور ټول کارکوونکي دې ته ژمن دي چې د خوست ښار ټول سړکونه په هغه معيار جوړ کړي چې تر ډېر وخت پورې يې جوړولو ته اړتيا پيدا نه شي.))

بل طرف ښاريان هم په ښار کې د بيارغونې له روانو پروژو خوښي څرګندوي او وايي چې د دې کار په دوام سره به يې هغه ستونزې له منځه ولاړې شي چې دا مهال يې د هواري غوښتنه کوي.

د خوست ښار اوسېدونکي فيض الله پژواک اژانس ته وويل چې د باران پر مهال اوبه پر سړکونو بهېږي؛ ځکه چې ياخو لښتي نشته او يا له خاورو خځلو ډک دي، خو هيله من دي چې ښاروالي خپل مسووليت جدي ونيسي.

دی وايي: ((هغه سړکونه چې مخکې جوړ شوي و، کيفيت ته يې دومره پاملرنه نه ده شوې، خو اوس چې کوم سړکونه او ويالې جوړيږي، کيفيت يې ښه دی. هيله لرو، چې ښاروالي په همدې ډول مخته لاړه شي.))

د خوست ښار بل اوسېدونکي معنوي هم د ښاروالۍ له مسوولينو وغوښتل چې د بيارغونې له هر ډول پروژو کلکه څارنه وکړي او ساختماني شرکت پرې نه ږدي چې پروژه ژر د تخريب له خطر سره مخ کړي.

هغه وايي: ((پخوا د ښار په سړکونو کې خاورې وې او ګردونه وو، خلک به ډېر ترې تنګ وو، خدای دې وکړي چې دغه کارونه د انجينرۍ د ټولو اصولو په نظر کې نيولو سره ترسره شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.