ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د خصوصي سکټور له همکارۍ او پراختيا پرته هېواد له شته ننګونو نه شي راوتلى”

“د خصوصي سکټور له همکارۍ او پراختيا پرته هېواد له شته ننګونو نه شي راوتلى”

author avatar
14 Aug 2016 - 20:00
“د خصوصي سکټور له همکارۍ او پراختيا پرته هېواد له شته ننګونو نه شي راوتلى”
author avatar
14 Aug 2016 - 20:00

کابل (پژواک ٢٤ زمرى ٩٥): "د سوداګرۍ او صنايعو وزير د دې وزارت د سوداګريزو چارو د مرستيال په توګه د محمدقربان حقجو د پېژندنې په مراسمو کې له ياد وزارت سره د ايسا (ادغام) يو مثبت ګام وباله او ويې ويل، په دغه وزارت کې هم له اداري فساد سره د مبارزې پلان نهايي شوى دى.

د ولسمشر د هغه فرمان پر بنسټ چې د روان کال په وري مياشت کې صادر شو، د افغانستان له پانګونې څخه د ملاتړ اداره (ايسا) د سوداګرۍ له وزارت سره مدغم او يوځاى شوه او د سوداګريزو چارو معينيت په چوکاټ کې به فعاليت کوي.

چارواکي وايي، د يادې ادارې ځينې برخې په عملي توګه د وزارت په چوکاټ کې مدغم شوې او د پاتې نورو يې لا دوام لري.

محمدقربان حقجو چې تر اوسه پورې د ايسا  ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کوله، نن د سوداګرۍ وزارت د سوداګريزو چارو د مرستيال په توګه په دنده وګومارل شو. حقجو د ياد وزارت د وړانديز او د  ولسمشر د منظورۍ له مخې د مرستيال په توګه په دنده ګومارل شوى دى.

د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا، د سوداګريزو چارو مرستيال په توګه د حقجو د معرفي په مراسمو کې وويل، په ادارو کې بدلون يو اصل دى او دغه اصلاحات د چارو د سمون په موخه ترسره کېږي.

نوموړي حقجو يو تجربه لرونکى او ښه کار کوونکى شخصيت وباله او ويې ويل: "زه ډاډمن يم چې حقجو صاحب به د هغو هڅو او خپلې انرژۍ سره چې لري يې، کومې لړۍ چې موږ مخ ته وړې، هغو ته لا ډېره پياوړتيا ور په برخه کړي او زموږ په ټيم کې به يو ښه همکار وي او خلکو ته به غوره خدمتونه وړاندې کړو."

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې په ياد وزارت کې له اداري فساد سره د مبارزې پلان نهايي شوى او پلي کولو ته چمتو دى، زياته کړه: "موږ هڅه کوو، څو هر صنعت کار او سوداګر چې زموږ وزارت ته مراجعه کوي، د خپل کور په څېر يې وي او بايد کوم ډول مزاحمت ورته پيدا نه شي او ژمنه کوو چې د خدمتونو واحد مرکز به له فساد لرې کوو."

د سوداګرۍ او صنايعو وزير وويل، له خصوصي برخې سره د همکارۍ د ډېروالي او لړۍ د ګړنديتوب په موخه په يادې اداره کې ګډ سکرتريت رامنځته کېږي، څو د خصوصي برخې ستونزو ته ډېر ژر لاسرسى وشي او خصوصي سکټور او د سوداګرۍ وزارت يو ګډ غږ ولري.

نوموړي د سوداګرۍ او صنايعو له وزارت سره د ايسا ادارې ادغام د افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې مهم ټکى وباله او ويې ويل، پانګه والو او سوداګرو ته به د سوداګريزو جوازليکونو ورکړه له يوه ادرسه ترسره کېږي او تر يوې اونۍ پورې به د يادو  جوازليکونو د وېش لړۍ د ياد وزارت له لوري پيل شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګريزو چارو نوي مرستيال محمدقربان حقجو وويل، له ياد وزارت سره د ايسا ادارې په مدغم کېدو سره به د تشبثاتي جوازونو د ورکړې موضوع له يوې سرچينې ترسره کېږي او له دې وروسته به د څو جوازونو درلودو ستونزه حل شي.

تر اوسه پورې د پانګونې جوازونه د ايسا ادارې له لوري او سوداګريز جوازونه بيا د سوداګرۍ وزارت له لوري وېشل کېدل.

حقجو ژمنه وکړه، چې اوسنيو حساسو شرايطو کې به د افغانستان د اقتصادي او سوداګريزې ودې په موخه ډېرې هڅې وکړي او د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.