ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“طالبانو د لوګر په محمداغه کې اته ښوونځي تړلي”

“طالبانو د لوګر په محمداغه کې اته ښوونځي تړلي”

author avatar
14 Aug 2016 - 12:04
“طالبانو د لوګر په محمداغه کې اته ښوونځي تړلي”
author avatar
14 Aug 2016 - 12:04

پل علم (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په محمداغې ولسوالۍ کې اته ښوونځي تړلي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د لوګر د پوهنې رياست وياند محمدشاپور عرب د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له تېرې ورځې راهيسې د محمداغې ولسوالۍ په سرخاب سيمه کې اته ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

هغه وايي چې په دغو ښوونځيو يوه د هلکانو لېسه، درې د نجونو منځني ښوونځي او څلور د هلکانو او نجونو ګډ لومړني ښوونځي شامل دي.

هغه زياته کړه چې د دغو ښوونځيو په تړل کېدو سره شاوخوا دوه زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.

د عرب په وينا، د قومي مشرانو په منځګړتوب د دغو ښوونځيو د بېرته خلاصولو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د سرخاب سيمې قومي مشر حاجي اتل هم پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې سيمه کې اته ښوونځي تړلي دي.

هغه وويل: ((طالبان راغلي استادانو او شاګردانو ته يي ويلي چې د دې مکتبونو ځيني درسي کتابونه د دوې د معارف له لايحې سره برابر نه دي نو بايد دغه ښوونځي وتړل شي.))

د همدې سيمې بل اوسېدونکي زبير پژواک ته وويل: ((زموږ له کور نه اته کسه مکتب ته تلل، خو دا دوه ورځې کېږي چې يو کس هم نه دى تللى او ټول ډاريږي که لاړ شي چې کومه پېښه ونه شي.))

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې ياد ښوونځي طالبانو نه دي تړلي.

د هغه په وينا، په دې اړه به پلټنې وکړي چې دغه ښوونځي د چا له خوا تړل شوي دي.

محمداغه د لوګر ولايت له امنو ولسواليو څخه ده چې د ديني مدرسو او دارلعلوم په ګډون ٦٢ ښوونيز مرکزونه لري.

د يادونې ده، په ټول لوګر ولايت کې ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه دي چې ١٥٠زره کسان په کې زده کړې کوي او له دې شمېرې څخه پنځوس زره يې نجونې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.