مزارشريف (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د دوو سياسي ګوندونو د پلويانو تر منځ وسله واله نښته شوې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د زمري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا نښته نن غرمه مهال د مزارشريف ښار اړوند د دشت شاديان په سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د حرکت اسلامي ګوند او حزب وحدت مردم افغانستان د پلويانو تر منځ د ځمکې پر سر شخړه شوې او دواړه پر يو بل ډزې کوي.
د قادري په وينا، پوليس سيمې ته رسېدلي او هڅه کوي چې جګړه ودروي خو دواړه لوري ډزو ته ادامه ورکړې ده.
دى وايي چې په دې نښته کې تر اوسه يو تن ټپي شوى دى.
د حاجي بسم ا لله په نوم د سيمې يوه مخور هم په نښته مني او وايي چې د دې جګړې له امله د سيمې اوسېدونکي ويرېدلي دي.
هغه له امنيتي ځواکونو وغوښتل چې د غير مسوولو وسله والو مخنيوى وکړي.
پژواک هڅه وکړه چې په نښته کې د ښکېلو خواوو نظر واخلي، خو هغوى سره اړيکه ونه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن