ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د بادامو صاحلات اووه برابره لوړ شوي

په کندوز کې د بادامو صاحلات اووه برابره لوړ شوي

author avatar
14 Aug 2016 - 11:31
په کندوز کې د بادامو صاحلات اووه برابره لوړ شوي
author avatar
14 Aug 2016 - 11:31

کندوزښار (پژواک، ۲۴ زمری ۹۵): د کندوز ولایت د کرنې او اوبو لګولو ادارې چارواکي وایي چې په کندوز کې د بادامو حاصلات د تېر کال په پرتله شاوخوا اووه برابره زیاتوالی ښيي.

د یادې ادارې د کرنیزو چارو امر عبدالبصیر فقیري، روان کال په مرکز او امام صاحب، چهادرې، خان اباد او کلا زال ولسواليو کې د بادامو له اړخه یو له حاصلاتو ډک کال یاد کړ او ويې ویل چې د مناسبې هوا او اوبو له امله يې حاصلات لوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: ((سږ کال د تېر کال په پرتله، هوا ښه او نسبتاً معتدله وه، د ګل پر مهال کومه یخني او واوره نه وه، له همدې امله  مو سږ کال د بادامو حاصلات ښه وو او په حاصلاتو کې له ۴۵نه تر ۵۰ سلنې پورې حاصلات زیات شوي دي.))

نوموړي وویل چې د بادامو راټول کړي حاصلات په هېواد دننه او بهرني صادرات لري چې په سبب يې کروندګر د تېر کال په پرتله لوړ حاصلات اخلي.

د کندوز ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنې امر وویل چې تېر کال په کندوز کې په ټولیز ډول په بادام باغ ساحه کې شاوخوا ۲۷۶۰زره هکتاره ځمکه اټکل شوې وه چې له دې باغونو شاوخوا ۱۱۴۸ټنه بادام ترلاسه شول او سږ کال دا اندازه شاوخوا ۸ زره ټنو ته لوړه شوې ده.

د کندوز ولایت بڼوال هم د سږ کال له حاصلاتو خوښي څرګندوي او وایي چې سږ کال د حاصلاتو به زیاتېدو سره یې د تېر کال زیان تر یوې کچې جبران کړی دی.

د چهار درې ولسوالۍ یوه بڼوال خان محمد زیاته کړه: ((د سږ کال په لومړیو کې هوا ډېره مساعده او متعدله وه او بې وخته بارانونه هم ونه شول، همدا لامل و چې ونې خرابې نه شوې، مېوه یې ونیوله او سږ کال مو ښه حاصلات ترلاسه کړل.))

ستار بايي، خیر الدیني، قمري، کله ناني، قره بايي، کاغذي، مروج کاغذي او ...د بادامو مشهور نومونه دي چې د بڼوالو به خبره، د ستاربای او خیرالدیني یې له غوره شهرت او ځانګړې بیه لري.

د کندوز ولایت د سرای بادام هټیوال فرید وايي چې د کندوز بادام تر ډېره د کندوز ګاونډیو ولایتونو، پلازمینې کابل او له هېواده بهر پاکستان، ایران او هند ته صادرېږي.

هغه زیاته کړه چې به کندوز کې یو من بادام له دوو زرو افغانیو تر اتو زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.