ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د درقد ولسوالۍ لار پرانستل شوه

تخار کې د درقد ولسوالۍ لار پرانستل شوه

author avatar
19 Aug 2016 - 12:27
تخار کې د درقد ولسوالۍ لار پرانستل شوه
author avatar
19 Aug 2016 - 12:27

تالقان (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٥): د تخار امنيه قومانداني وايي، د دې ولايت د درقد ولسوالۍ لار چې له تېرو شپږو ورځې راهيسې وسله والو مخالفينو تړلې وه، نن سهار پرانستل شوه.

له تاجکستان سره پر پوله پرته د درقد ولسوالۍ شاوخوا د امو سيند دى او اوسېدونکى يې د خپلو اړتياوو پوره کولو په موخه د غيرمعياري وړو کښتيو له لارې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ ته تګ راتګ کوي.  

د تخار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير وايي، چې د دې ولايت له خواجه بهاوالدين ولسوالۍ څخه درقد ولسوالۍ ته غځېدلې لار له شپږو ورځو راهيسې تړلې وه.

هغه وايي، د دولت وسله والو مخالفينو د خواجه بهاوالدين اړوند سيمه کې درقد ته په غځېدلې لار ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو.

د ده په وينا، د دولتي ځواکونو د دې لارې د پرانستې په موخه عمليات تر سره کړل او نن سهار وختي شاوخوا درې نيمې بجې پرانستل شوه.

هغه وايي، چې په دې عملياتو کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه راز څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي مولوي صديق الله هم د يادې لارې پرانستل تاييد کړل او ويې ويل چې د لارې د بندېدو له امله په درقد کې د توکيو بيې لوړې شوې وې.

هغه وايي، چې دا مهال د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې د دولت د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.

وسله والو طالبانو د يادې لارې د پرانستې په اړه څه نه دي ويلي، خو تېره ورځ يې ويلي و چې د درقد ولسوالۍ مرکز يې کلابند کړى او د بريدونو پر مهال يې ١٨ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.