ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له تېرې ورځې راهيسې د کندوز ښار برېښنا پرې شوې ده

له تېرې ورځې راهيسې د کندوز ښار برېښنا پرې شوې ده

author avatar
19 Aug 2016 - 11:35
له تېرې ورځې راهيسې د کندوز ښار برېښنا پرې شوې ده
author avatar
19 Aug 2016 - 11:35

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ زمرى ٩٥): له تېرې ورځې راهيسې د کندوز ولايت د مرکز اړوند په الچين سيمه کې د جګړې پر مهال د برېښنا مزي د پرې کېدو له امله د کندوز ښار برېښنا پرې شوې ده.

د کندوز ولايت د برېښنا رياست مشر انجنير حميدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياده سيمه کې کندوز ښار ته د تاجکستان د وارداتي برېښنا غځېدلى دغه  مزى  تېره ورځ مازديګر مهال د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ د جګړې پر مهال پرې شوى دى.

هغه وويل چې اوس ( له غرمې مخکې لس بجې هم) په ياده سيمه کې نښته روانه ده.

د ده په وينا، کله چې امنيتي ځواکونو زمينه برابره کړي، د ياد رياست کارکوونکي چمتو دي چې دغه مزى  ژر بېرته ونښلوي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د کندوز له امنيتي چارواکيو سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د برېښنا پرې کېدو د کندوز ښاريان له ستونزو سره مخ کړي دي.

د کندوز د ولايتي شورا غړي صفى الله اميري وايي، په کندوز کې هوا ګرمه ده او خلک د برېښنا د پرې کېدو له امله له ستونزو سره مخا مخ دي.

ده له چارواکيو وغوښتل چې يادې سيمې ته نور ځواکونه واستوي او دغه ستونزه لرې کړي.

هغه وايي، که دې ستونزې ته پاملرنه ونه شي، کېداى شي په دې سيمه کې کابل ته د برېښنا غځېدلى مزى هم پرې او کابل ښاريان هم له ورته ستونزې سره مخ شي.

تېر کال د سلواغې په لومړيو کې په بغلان ولايت کې کابل ته د برېښنا غځېدلى مزى پرې شو او هلته د ناامنيو له امله شاوخوا يوه مياشت وروسته بيا ونښلول شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.