کابل (پژواک، ۲۹ زمری ۹۵): د افغانستان د سیاسي او جهادي ګوندونوعالي شورا، د برېښنايي تذکرو پر وېش او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو پر ټاکنو د ټينګار تر څنګ، د حکومت له مشرانو غواړي چې خپل اختلافات پای ته ورسوي.
د دغې شورا ویاند سید حامد ګیلاني د زمري په ۲۹مه، په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دوی د بحران د مخنیوي په موخه د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره هوکړه کړې وه.
خو هغه دا هم وويل چې د دې شورا ځینو غړيو ګوندونو د ملي یووالي حکومت له رامنځته کېدو سره مخالفت کړی و.
ګیلاني د ملي یووالي حکومت له مشرانو وغوښتل، چې خپل مسوولیتونه وپیژني، د هېواد د لوړو ملي ګټو لپاره د ملي يوالي ټينګښت ته پام وکړي او روانې شخړې ته د پای ټکی کیږدي.
ده وویل:"هېچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان قانون مات کړي او د نورو د ګټو لپاره د نورو لاسپوڅي وګرځو."
هغه دا څرګندونې په داسې حال کې کوی چې په دې وروستیو کې د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت اجرایی رییس ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي کړکیچ رامنځته شوی دی.
دا ستونزه تېره اونۍ هغه مهال رامنځته شوه، چې اجرايي مشر د یوې غونډې په ترڅ کې پر ولسمشر نیوکې وکړې او ويې ويل چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې ورته د لیدنې وخت نه دی ورکړی.
هغه ولسمشر د حوصلې په نه لرلو تورن کړ او ادعا یې وکړه، چې د ملي يوالي حکومت د رامنځته کېدو سیاسي هوکړې په عملي کولو کې يې ناغیړي کړې ده.
ورپسې ارګ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله څرګندونې رد او د حکومتولۍ د اصولو خلاف يې وبللې.
تر څو ورځو ناندریو وروسته دوې ورځې مخکې په ارګ کې د دواړو مشرانو ترمنځ لېدنه وشوه.
د سیاسي او جهادي ګوندونو عالي شورا ویاند دغه راز له حکومت څخه وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نیټه اعلان کړي.
دغه راز حامد ګیلاني وویل چې په هېواد کې د رڼو ټاکنو لپاره بریښنایي تذکرې مهمې دي او ژر تر ژره ېې بايد وېش پيل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن