کندوز (پژواک ٣٠ زمرى ٩٥): چارواکي وايي، د کندوز د خان اباد ولسوالي يې له وسله والو مخالفينو بېرته ونيوله.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري ويلي و، د مخالفينو د څو ورځو له سختو بريدونو وروسته، نن سهار دا ولسوالۍ د مخالفينو لاسته ورغله او سقوط يې وکړ.
خو په کندوز کې د پوليسو د ٨٠٨ زون قومندان لوى پاسوال شېر عزيز کامه وال، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماښام شاوخوا شپږ نيمې بجې پر دې ولسوالۍ عمليات پيل شول او تر يو ساعت نښتې وروسته يې بېرته ونيوله.
ده زياته کړه، اوسمهال ولسوالي د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.
د هغه په وينا، لا هم جګړه روانه ده او هڅه کوي چې د کندوز – خان اباد لويه لاره خلاصه کړي.
نوموړي په دې نښته کې د اوښتې مرګ ژوبله په اړه دمګړۍ څه ونه ويل.
وسله والو طالبانو بيا تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن