ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خراساني: موږ د ديموکراسۍ قرباني شوو

author avatar
20 Aug 2016 - 14:13
author avatar
20 Aug 2016 - 14:13

تالقان (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): په تخار کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې د یوه پخواني نوماند کس ورور وايي چې د ټاکنيزو سياليو پر مهال يې نوماند ورور د ناټو په هوايي بريد کې ټپي شو او ١٣ تنه نور کمپاين کوونکي ووژل شول خو تر اوسه يې چا پوښتنه ونه کړه.

په ١٣٨٩ کال کې د يو شمېر نورو کسانو تر څنګ په تخار ولايت کې عبدالواحد خراساني هم ځان د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره نوماند کړى و.

د عبدالواحد خراساني ورور اسلام الدين خراساني پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې ورور يې د ولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې خپلواک نوماند وو.

خراساني د خپل ورور د تپي کېدو کيسه داسې پيل کړه: "زموږ کاروان چې له خواجه بهاءالدین ولسوالۍ څخه د کمپاین په موخه رستاق ولسوالۍ ته د تګ په حال کې وو، په کیوان نومي کلي کې، ناټو را باندې هوايي برید وکړ، ډېر شمېر کسان یې شهیدان کړل. خپله عبدالواحد خراساني ژوبل شو، چا ورته غلط راپور ورکړی و چې ګواکې دوی طالبان دي، ناټو هم پرته له دې چې فکر وکړي او یا هم څېړنه وکړي، بمونه یې وغورځول."

د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ١٣ کمپاين کوونکي و وژل شول او د عبدالواحد خراساني په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.

هغه وايي چې د موټرو پر سر يې لوډسپېکرونه لګولي او شعارونه يې ورکول چې په ټاکنو کې د عبدالواحد خراساني ملاتړي دي.

ده وويل چې دوى له قانون سره سم کمپاين کاوه خو د غلط راپور پر بنسټ ناټو پر دوی هوايي بريد وکړ.

هغه زياتوي: "جېټ الوتکو چې بمونه وغورځول لاړل، شیبه وروسته دوه چورلکې راغلې او په پرله پسې توګه یې ډ‌زې کولې، پاتې کسان چې ژوبل وو او ځان یې نه شوای ایستلای په ډزو ووژل شول."

ده وويل: "ښه وه چې سیمه غرنۍ وه د پټېدو ځای ډېر و، ورور مې خراساني کابل کې د کورنیو چارو وزارت ته ټيلېفون وکړ چې په موږ پېښه شوې ده خو بيا چې هغوی تر څو له ناټو سره تماس نيوه وخت له وخت تېره وو."

ده وويل چې له پېښې وروسته دوه چورلکې راغلې خراساني او دوه نور ټپي کسان يې لومړى کندوز او بيا کابل ته يووړل.

 

دى وايي: "نور نو موږ مړي په پیک اپ موټرو کې خپلو سیمو ته انتقال کړل. د چا سر نه و، د چا پښې نه وې، څوک بېخي ټوټه ټوټه وو او څوک څېڅ پېژندل کېدل نه."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.