ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابينې نننۍ ناسته کې به د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه تصميم ونيول شي

د کابينې نننۍ ناسته کې به د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه تصميم ونيول شي

author avatar
20 Aug 2016 - 14:19
د کابينې نننۍ ناسته کې به د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه تصميم ونيول شي
author avatar
20 Aug 2016 - 14:19

کابل(پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): ولسمشر وايي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان به نن د تصويب لپاره کابينې ته وړاندې شي او احتمال لري چې په دې ناسته کې د حکومت اجرايي مشر هم ګډون وکړي.

د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي نن (د زمري ٣٠مه)  پژواک خبري اژانس ته وويل، د کابينې ناسته چې تېره اوونۍ ځنډېدلې وه، ټاکل شوې وه چې نن به  جوړه شي او په دې ناسته کې به د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر د تقنيني فرمان په اړه هم تصميم ونيول شي.

ارګ تر دې وړاندې ويلي وو چې د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د حقوقي سلا پر بنسټ ټاکل شوې  چې د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه د ولسمشر درېيم تقنيني فرمان نن د تصويب لپاره کابينې ته واستول شي چې له دې وروسته به ملي شورا ته له وړاندې کېدو پرته نافذ شي.

د دغه فرمان پر بنسټ به د ټاکنيزو بنسټونو د کمېشنرانو د تشکيل کمېټه جوړه او د ټاکنيزو شکايتونو نوي غړي به د ټاکل کېدو په موخه جمهوري رياست ته ور وپېژندل شي.

د حکومت د تقنين کمېټې تېره اوونۍ پرېکړه وکړه چې د ټاکنيزو اصلاحاتو قانون نهايي اصلاح شوې طرحه د تصويب په موخه د دولت کابينې ته واستول شي.

د جرايي رياست مرستيال وياند وويل، احتمال لري چې د کابينې په نننۍ غونډه کې د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله هم ګډون وکړي او ټاکل شوې چې د کابينې له ناستې وروسته د حکومت دواړو مشران د را پيدا شوو ستونزو په اړه د خپلې راتلونکې لېدنې وخت مشخص کړي.

عبدالله پر ولسمشر تر سختو نيوکو وروسته ويلي وو، تر هغه به د کابينې په غونډو کې ګډون ونه کړي چې ولسمشر يې پوښتنو ته ځواب ورنه کړي.

هغه همدارنګه اندېښنه څرګنده کړې وه چې په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې ولسمشر نه دي غوښتي چې له ده سره په جلال ډول پر مسايلو خبرې وکړي.

عبدالله د دې تر څنګ د ملي يووالي حکومت د تشکيل د هوکړه ليک د ژمنو د نه عملي کېدو په اړه هم ويلي وو چې د سياسي هوکړه ليک بنسټيزې ژمنې لکه د لويې جرګې را غوښتل، د اساسي قانون تعديل، پر اجرايي صدارت د اجرايي رياست بدلېدل او ټاکنيز اصلاحات هم نه دي عملي شوې.

بلخوا د اجرايي رياست مرستيال وياند احمد ميثم نن پژوک ته وويل چې تر اوسه څرګنده نه ده چې اجرايي مشر به د کابينې په غونډه کې ګډون وکړي که نه؟

هغه هم زياته کړه چې د ولسمشر او اجرايي مشر د ليدنې جزيات به له درېيمې ناستې وروسته له رسنيو سره شريک کړي او هڅې روانې دي چې دوې نورې ناستې هم ډېر ژر ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت د دواړو مشرانو دفترونو د چهار شنبې په ورځ د غني او عبدالله د ليدنې خبر ورکړى و او ويلي وو چې دواړو  د رامنځته شوو مسايلو په اړه په ارګ کې خبرې کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.