ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوداګر: د کابل هوايي ډګر له ګمرکه د مالونو لېږد بايد د يوه شرکت له انحصاره ووځي

سوداګر: د کابل هوايي ډګر له ګمرکه د مالونو لېږد بايد د يوه شرکت له انحصاره ووځي

author avatar
20 Aug 2016 - 15:41
سوداګر: د کابل هوايي ډګر له ګمرکه د مالونو لېږد بايد د يوه شرکت له انحصاره ووځي
author avatar
20 Aug 2016 - 15:41

کابل ښار(پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): لسګونه سوداګر چې مالونه يې د کابل هوايي ډګر له لارې هېواد ته واردوي، خبر ورکوي چې که چېرته د هوايي ډګر له ګمرکه د سوداګرو د مالونو لېږد د (بانو) شرکت له انحصاره را بهر نه کړل شي، له سوداګرۍ به لاس واخلي.

د (بانو) ترانسپورټي شرکت له شاوخوا يوه کال راهيسې له ترانسپورټ وزارت نه داسې جواز ترلاسه کړى چې پر بنسټ يې له کابل نړيوال هوايي ډګره مالونه لېږدولى شي.

خو ځيني سوداګر دغه شرکت ته د جواز پر ورکړه نيوکې لري.

نن په لسګونو دا ډول سوداګر د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د ګمرک مديريت مخکې راټول شول او له غرمې وړاندې يې د ګمرک دروازه د شاوخوا دريو ساعتونو لپاره د اعتراض په توګه وتړله.

د حاجي عبيدالله په نوم يوه کس د دغو سوداګرو په استازولۍ په خپلو خبرو کې وويل چې له ګمرک نه د مالونو لېږد بايد د يوه شرکت په انحصار کې نه وي او د تېر په څېر هغه سوداګر چې موټر لري، اجازه ورکړل شي چې مالونه يې له ياد ګمرک نه ولېږدول شي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال سوداګريز مالونه د هغه نرخ پر بڼسټ چې (بانو) شرکت ټاکلى، له ګمرک نه لېږدول کېږي.

دغه ملي سوداګر وويل چې اوسمهال شاوخوا ٥٥ ملي سوداګرو خپل توکي د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر له لارې واردوي او هره ورځ شاوخوا ٥٠ موټره سوداګريز مالونه له هوايي ډګره وځي.

هغه زياته کړه: ((که وضعيت همداسې دوام وکړي او ترانسپورټ د يوه شرکت له انحصار را بهر نه شي، د سوداګرو ټولنه به چې خپل توکي د هوا له لارې هېواد ته واردوي، له سوداګرۍ لاس پر سر شي.))

په ورته وخت کې د حاجي اسدالله په نوم يوه بل سوداګر د حاجي عبيدالله د خبرو د پخلي تر څنګ وويل: ((بازار ازاد دى، هېڅوک د انحصارولو حق نه لري، د شرکت دغه کار د اساسي قانون د لسمې مادې خلاف دى.))

د اساسي قانون په لسمه ماده کې راغلي: ((دولت، خصوصي پانګې اچونې او خصوصي تشبثات د بازار د اقتصاد د نظام پر بنسټ د قانون له حكمونو سره سم هـڅوي، ملاتړ يې كوي او خونديتوب  يې تضمينوي.))

حاجي اسدالله همدارنګه وويل چې سوداګر غواړي نن لاريون وکړي، خو پوليسو د سوداګرو د دغه کار مخنيوى کړى.

د کابل نړيوال هوايي ډګر د سرحدي پوليسو قوماندان مل پاسوال محمد اصف جبارخېل وويل چې لاريون د هر وګړي مدني حق دى، خو د لاريون تنظيموونکي بايد له خپل لاريون نه ٢٤ ساعته وړاندې له پوليسو په ليکلي ډول اجازه واخلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.