ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د سپین بولدک- چمن لاره تړلې

پاکستان د سپین بولدک- چمن لاره تړلې

author avatar
20 Aug 2016 - 13:59
پاکستان د سپین بولدک- چمن لاره تړلې
author avatar
20 Aug 2016 - 13:59

کندهار (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): پاکستان له تېرو درېيو ورځو راهيسې په کندهار کې د سپين بولدک- چمن لار تړلې ده چې له امله يې نه يواځې پر دې لاره د عامو وګړو تګ راتګ درېدلى، بلکې د صادراتو او وارداتو لړۍ هم درېدلې ده.

سوداګر وايي، دواړو غاړو ته پر توکو بار لسګونه موټر درول شوي او د پاکستاني ځواکونو له خوا د مخکې تلو اجازه نه ورکول کېږي چې درانه مالي زيانونه يې اړولي دي.

د ځينو سرچينو په خبره، دغه لار د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا د تېرې پنجشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د نمانځلو پر مهال هغه وخت وتړل شوه چې يو شمېر کسانو د پاکستان بيرغ وسوځاوه.

خو دغه موضوع د کندهار رسمي سرچينو تاييد کړې نه ده.

په کندهار کې د تازه مېوې د سوداګرو ټولنې مشر حاجي ناني اغا د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پاکستاني لوري يو ځل بيا داسې مهال لار تړلې چې د مېوو (انګورو، خټکيو، هندواڼو او نورو...) د صادرولو موسم دى.

هغه زياته کړه، د لارې بندېدو له امله د کرښې هغې غاړې ته په خوراکي او غير خوراکي توکو او دې غاړې ته په انګورو، خټکيو او نورو مېوو بار لسګونه موټر درول شوي او د پاکستان سرحدي ځواکونه د مخکې تلو اجازه نه ورکوي.

د ده په وينا، له همدې امله سوداګرو ته درانه مالي زيانونه اوښتي؛ ځکه په موټرو کې بار مېوې يې خوسا شوې او خرابې شوې دي.

نانى اغا وايي، د کندهار تر ٩٠ سلنه لنده مېوه د پاکستان له لارې صادرېږي، که د لارې بندېدل دوام پيدا کړي، نو باغ لرونکو او سوداګرو ته به په ميليونونو افغانۍ زيان واوړي.

دى زياتوي، د مېوو د حاصلاتو پر وخت د پاکستان له خوا د لارې بندېدل نوې خبره نه ده، بلکې هغوى هر کال همداسې کوي چې دوى يې په وار وار په اړه خپل غږ پورته کړى دى.

خو هغه وويل چې څو مياشتې مخکې د افغان سوداګرو د همدغو اندېښنو په ځواب کې پاکستاني لوري ژمنه کړې وه چې لاره به نه بندوي او د مېوو د صادراتو پر وړاندې به ستونزې نه جوړوي، خو هغوى داسې و نه کړل.

نوموړي دا هم وويل چې د لارې د خلاصولو په موخه يې ولايتي ادارې، د سوداګرۍ خونې او په کندهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ سره اړيکې نيولې، خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

د کندهار د سوداګرۍ خونې رييس حاجي نصر الله زهير هم پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سپين بولدک- چمن لار له تېرو دريو ورځو راهيسې تړلې ده او د سوداګرو په مېوو بار موټرونو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.