جلال اباد (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د ننګرهار ولايت په جلال اباد ښار کې يوه ښځه په خپل کور کې سوځول شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د زمري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د بهسودو ولسوالۍ اړوند د بيز اکمالاتي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې د شېبا په نوم يوه ښځه په خپل کور کې سوځول شوې ده .
خوږياڼى وايي، تر اوسه څرګنده نه ده چې ياده مېرمن څه ډول او د چا له خوا وژل شوې، خو د قضيې د څېړنې په موخه د وژل شوې مېرمنې خسر او خاوند نيول شوي.
د يادې سيمې يوه اوسېدونکي محمد رفيق پژواک اژانس ته وويل چې دوى هم نن سهار له پېښې خبر شوي، خو نه پوهېږي چې دا پېښه څرنګه رامنځته شوې ده.
د يادونې ده، څو مياشتې مخکې په جلال اباد ښار کې يوه نجلې د خپلې وريندار له لوري په تناره کې سوځول شوې وه، تېره اونۍ د جلال اباد ابتدايي محکمې د خپلې ندرور د وژلو په جرم پر اعدام محکوم کړې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن