کابل (پژواک، ٣٠ زمرى ٩٥): د کابل پوليس وايي چې د کابل ښار کلا زمان خان سيمه کې د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د ماين چاودنې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى او يو بل ټپي شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت د ١١٩ پوليسو مشر مل پاسوال همايون عيني له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د دې پېښې پخلى وکړ او ويې ويل چې چاودنه نن سهار اته بجې د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې شوې ده.
د هغه په خبره، دغه چاودنه د ملي اردو پر يوه رينجر موټر د ځاى پر ځاى شوي مقناطيسي ماين له امله وه او چا ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
خو د کلا زمانخان اوسېدونکى او عيني شاهد حميدالله وايي چې په دې چاودنه کې يو ملکي وګړى هم ژوبل شوى دى.
تر اوسه د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن