ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پېښور کې درې افغان ملايان وژل شوي

په پېښور کې درې افغان ملايان وژل شوي

author avatar
21 Aug 2016 - 12:02
په پېښور کې درې افغان ملايان وژل شوي
author avatar
21 Aug 2016 - 12:02

کابل (پژواک، ٣١ زمری ٩٥): د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور کې درې افغان ديني عالمان د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوي دي.

دا پېښه د تېرې جمعې په ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته د پېښور ښار اړوند د ګنج په سيمه کې رامنځته شوې ده.

په پېښور کې مېشت يوه افغان کډوال عزيزالله د زمري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناپېژاندو وسله والو پر يوه ديني مدرسه کې ډزې کړې چې له امله يې د مدرسې مشر مولوي غلام حضرت، د هغه پلار او د شيخ الياس په نوم يو بل ديني عالم وژل شوي دي.

هغه زياته کړه چې وژل شوي ديني عالمان د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي وو خو له تېرو درېيو لسيزو راهيسې په پېښور کې مېشت وو او مدرسه يې لرله.

يوې بلې سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل چې ياد ديني عالمان د پېښور ښار د باړې د مشهور پير سيف الرحمن د ډلې غړي وو.

په باړه کې له تېرو څو کلونو راهيسې د پير سيف الرحمن د انصار الاسلام او د منګل باغ د ډلې لشکر اسلام د پلويانو تر منځ وسله والې نښتې روانې دي چې له امله يې له دواړو لورو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

بلخوا وسله والو طالبانو هم په پېښور کې د افغان ديني عالمانو د وژلو غندنه کړې ده.

د هغوى له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په پېښور کې درې افغان ديني عالمان مولوي غلام حضرت، مولوي محمد نسيم حنفي او قاري سيد مراد په دې وروستيو کې وژل شوي دي.

طالبانو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغان ديني عالمانو امنيت خوندي کړي او قاتلين يې د قانون منګولو ته وسپاري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.