کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د افغانستان د شنا "لامبو" ملي فدارسيون چارواکي وايي چې په تېره څه باندې يوه لسيزه فعاليت کې يې هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لرله او اوسمهال د دې ورزشي څانګې ورزشکاران د لامبو لپاره حتى يو حوض هم نه لري.
د افغانستان د شنا (لامبو) ملي فدارسيون په ١٣٨٣ لمريز کال کې د يوه خپلواک فدارسيون په توګه جوړ شو او وتوانېد چې د شنا د اسيايي او نړيوالو فدارسيونونو، د نړۍ او اسيا له المپيکي شوراګانو سره اړيکې ټينګې کړي.
د افغانستان د شنا ملي فدارسيون مشر سيد احسان الدين طاهري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې په دغه فدارسيون کې ١١ لامبو وهونکي چې درې يې مېرمنې دي، غړيتوب لري او ټول د اړيکو پر بنسټ انتصاب شوي دي، سره له دې چې د افغانستان په استازوالۍ نړيوالو سياليو ته استول شوي، خو تر اوسه هېڅ کومه لاسته راوړنه نه لري.
د شنا فدارسيون د لامبو ورزش د زده کوونکو لپاره د زياتو حوضونو نشتوالى يوه جدي ستونزه وبلله او ويې ويل: ((درې ښځينه لامبو وهونکې لرو، خو د ښځو لپاره د ځانګړو حوضونو د نشتوالي په سبب له لامبو کولو محرومې دي او پرمختګ يې نه ده کړې.))
هغه وويل فدارسيون هڅه کوي چې د ښځينه لامبو وهونکو لپاره مناسب ځاى برابر کړي، څو هغوى د اسلامي هېوادونو د زده کوونکو په څېر په اسلامي لباس او تمرين سره د افغانستان په استازولۍ په نړيوالو او سيمه ييزو سياليو کې ګډون وکړي.
د شنا فدارسيون په داسې حال کې د امکاناتو او د دې څانګې د ورزشکارانو لپاره د حوضونو پر نشتوالي اندېښنه څرګندوي چې په کابل او ولايتونو د لسګونو خصوصي حوضونو او لامبو ځايونو په جوړېدو سره لامبو د ځوانانو پر يوه سالمه بوختيا اوښتې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن