ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندوز ښار شاوخوا جګړه سخته شوې

د کندوز ښار شاوخوا جګړه سخته شوې

author avatar
22 Aug 2016 - 19:58
د کندوز ښار شاوخوا جګړه سخته شوې
author avatar
22 Aug 2016 - 19:58

کندوز (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٥): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، د زرخريد سيمه چې د کندوز ښار په اوه کيلومترۍ کې پرته ده، د اکمالاتو د نه شتون له امله وسله والو مخالفينو نيولې او په پايله کې يې يو شمېر سيمه ييزو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز ښار په زرخريد سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو او سيمه ييزو پوليسو قوماندان شيخ زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو پرون شپه د زرخريد پر سيمې بريد کړى، خو د اکمالاتو د نه رسېدو له امله، ياده سيمه نن د وسله والو مخالفينو لاس ته ورغلې ده.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د زرخريد سيمه د کندوز ښار په ٧ کيلومټرۍ کې پرته ده، وويل چې  اوس هم په ياده سيمه کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده، چې په پايله کې يې يو شمېر سيمه ييز پوليس ټپيان او وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، دغه نښته پرون د شپې ناوخته پيل شوې او سيمه ييزو پوليسو تر سهار پورې مقاومت وکړ، خو په خپل وخت سره د ځمکنيو او هوايي مرستو په نه رارسېدو سره ياده سيمه د طالبانو لاس ته وغورځېده.

په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه سرتېري حبيب الله وويل: "د وسله والو طالبانو د بريد په ترڅ کې او د ځمکنيو او هوايي مرستو د نه رارسېدو له امله، زموږ دولس پوستې وسله والو نيولي او شاوخوا ٢٠ سيمه ييزو پوليسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده."

د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال معصوم هاشمي، پرونى بريد او د ځينو سيمو له لاسه وتل مني او وايي: "نن له افغان ګډو ځواکونو سره دغه سيمې يو ځل بيا له وسله والو مخالفينو څخه نيول شوې دي."

نوموړي زياته کړه، اوسمهال د امنيتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ سخته نښته روانه ده، خو وضعيت د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دى او هڅه کېږي چې وسله وال مخالفين په بشپړه توګه له زرخريد سيمې وشړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.