ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: هلمند او کندوز به هېڅکله سقوط ونه کړي

ناټو: هلمند او کندوز به هېڅکله سقوط ونه کړي

author avatar
22 Aug 2016 - 19:11
ناټو: هلمند او کندوز به هېڅکله سقوط ونه کړي
author avatar
22 Aug 2016 - 19:11

کابل (پژواک د وږي لومړۍ نېټه ٩٥):  د ناټو غوڅ ماموريت ځواکونو د افغان امنيتي ځواکونو د وړتيا د زياتېدو د هرکلي ترڅنګ ويلي، کندوز او هلمند به هېڅکله هم د طالبانو لاسونو ته ونه شي.

د ناټو د غوڅ ماموريت قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول او په افغانستان کې د مېشتو امريکايي ځواکونو يوه وياند بريد جنرال چارلس کلفند، نن په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل،په هلمند او کندوز کې پوره ځواکونه شته او د وسله والو مخالفينو بريدونو ته غاښ ماتوونکى ځواب ورکولى شي.

نوموړي زياته کړه، لښکرګاه او کندوز به هېڅکله هم وسله وال طالبان ونه نيسي.

د هغه په وينا، په هلمند کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره د غوڅ ملاتړ پوره ځواکونه شته.

جنرال چارلس وويل، افغان امنيتي ځواکونه په ښه لوري روان دي او په تکتيکي برخو کې د دوى لاسته راوړنې دوام لري.

د غوڅ ملاتړ وياند زياته کړه، طالبان تر ګواښ لاندې دي او له ډېرو اقتصادي او مشرتابه ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د هغه په وينا، طالبان هڅه کوي د افغانستان ډېرې سيمې ونيسي او په راتلونکو مياشتو کې به د ځينو نورو سيمو د نيولو لپاره د يادې ډلې بريدونه زيات شي.

خو نوموړي د خپلو خبرو په دوام کې وويل: "افغان امنيتي ځواکونه په سمه لار روان دي او په ټولو برخو کې هڅه کوو، څو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مديريتي ګواښونو ته بدلون ورکړو."

د ناټو ځواکونو ياد چارواکي د داعش په اړه وويل، پخوا په افغانستان کې د داعش ٣٠٠٠ وسله وال کسان وو، خو اوس دغه شمېر د افغان امنيتي ځواکونو د پراخو عملياتو په پايله کې ١٥٠٠ کسانو ته راټيټ شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.